بامیانو کې د 'نوروز' جشن ته چمتووالی
د نوي لمریزکال په راتګ سره په بامیان ولایت کې خلک یو شمېر دودیز او سیمه ییز جشنونه تر سره کوي. انځوریز راپور یې له سیمې د ازادي راډیو خبریال رالیږلی دلته یې وګورئ:
د نوي لمریزکال په راتګ سره په بامیان ولایت کې خلک یو شمېر دودیز او سیمه ییز جشنونه تر سره کوي. انځوریز راپور یې له سیمې د ازادي راډیو خبریال رالیږلی دلته یې وګورئ:
په خوست کې له غیر رسمي دیني مدرسو سلګونه فارغېدونکي حافظان او عالمان له فراغت وروسته د کارموندنې برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي او ځینې یې بیا د ډېر کم معاش په بدل کې امامت، د مدرسې استادي او یا هم شخصي کاروبارونو او مزدوریو ته مخه کوي. د پکتیا اوسیدونکی سیف الله چې له تېرو څو کالونو راهیسې د خوست علیشیرو ولسوالۍ کې اوسیږي وایي، له نننه ۱۳ کاله وړاندې له کرښې هغې غاړې د یوې مدرسې فارغ شوی، خو د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله بهرنیو هېوادونو ته مساپر شو او کلونه یې درنې چارې ترسره کړې. دی زیاتوي... Читать дальше...
د افغان طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړی سهیل شاهین وایي، که امریکایان له افغانستانه د مې تر لومړۍ نېټې سرتیري ونه باسي، له دوی سره له شوي تړون سرغړاوی کوي او د دوی له خوا به غبرګون سره مخ شي. مسکو ته تللي د طالبانو د سیاسي پلاوي یو غړی سهیل شاهین نن جمعه (د کب ۲۹مه) مسکو کې اسوشیټېډ پرېس ته وویل، دوه هیله مند دي چې امریکایان به خپله ژمنه پوره کړي. شاهین زیاته کړه: "موږ له امریکایانو سره اتلس میاشتې مذکرات وکړل او دوی موافقه وکړه چې دوی به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه وځي او دا وخت د اپریل په پای او د مې په لومړۍ نېټه را رسیږي. Читать дальше...
فنلنډ د څلورم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد وپېژندل شو. دا موضوع د ملګرو ملتونو د سازمان په راپور کې راغلې چې د کرونا ویروس تر خپرېدو یو کال وروسته خپره شوې ده. د خوشحالۍ نړیوال راپور د ګالوپ نړیوال سازمان د درې کلنې په نتیجه کې جوړ شوی او په دې سروې کې د بېلابېلو هېوادونو له وګړو پوښتنه شوې چې څومره د خوښۍ احساس لري. هغه شاخصونه چې دې برخه کې اشاره ورته شوې، د هر وګړې پرسر ناخالص عاید، د عمر منځنۍ کچه، ازادي، په حکومتونو کې اداري فساد او سوداګري یاده شوې ده. د نړۍ په لسو خوشحالو هېوادونو... Читать дальше...
په ایران کې د نوروز په را رسېدو، د بې پولې خبریالانو سازمان د ایران له حکومته غوښتي چې هغه ۲۱ خبریالان او نور کسان چې د دوی په خبره په غیر عادلانه ډول بندیان شوي، بېرته خوشې کړي. دغه سازمان چې مرکز یې په پاریس کې دی پرون پنجشنبه (د کب ۲۹مه) په یوې اعلامیې وویل، ۲۱ ښځینه او نارینه بندیان چې یوازینی جرم یې د حقایقو خپرول او د دندې ترسره کول وو، د مارچ په ۲۱ مه د نوي لمریز کال لومړۍ ورځ د خپلو کورنیو ترڅنګ نه بلکه په زندان کې تیروي. د بې پولې خبریالانو په سازمان کې د ایران د څانګې مشر رضا معیني... Читать дальше...
نړیوال بانک اعلان وکړ چې په افغانستان، بنګله دیش او نیپال کې د کووېډ- ۱۹ ضد واکسین تمویلوي. په نړیوال بانک کې د افغانستان د څانګې مشر هنري کرالي ویلي چې د افغانستان لپاره ۱۱۳ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي چې ۶۰ میلیونه ډالر یې د نړیوال پراختیایي سازمان له خوا ورکول کېږي. د ښاغلي کرالي په خبره نړیوال بانک د افغانستان له حکومت او خپلو متحدینو سره یوځای د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ د درملنې او ټېسټونو د شرایطو د ښه کېدو لپاره کار کوي، څو د افغانستان روغتیایي سیستم پیاوړی شي. نړیوال بانک ویلي چې دا اقدام... Читать дальше...
د سختو بادونو له کبله نن جمعه (د کب ۲۹مه) په هرات ښار کې څلور کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي. د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي ازادي راډیو ته وویل چې د سختو بادونو له کبله د ونو او دیوالونو د نړېدو له کبله دغو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړی وایي، په مړو کې یوه ښځه او درې نارینه دي. ښاغلي شیررزي دغه راز وویل، درې ماشومان، دوې ښځې او پنځه نارینه ټپیان دي چې حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې په روان مارچ مياشت کې په يوه اوونۍ کې دوه کسان له پوليسو سره په تړلو پېښو کې مړه شوي دي. د پولیس ځواک مشرانو ویلي دي چې په يادو پېښو کې یې د تورن پوليس چارواکو خلاف پلټنې پېل کړي دي. خو مدني فعالان وايي چې د داقسمه پلټنو اعلانول يوازې ولس دهوکه کول دي او د کراچۍ د ملير پخواني پوليس افسر راو انوار په ګډون ډېری پوليس چارواکي چې د بې ګناه ولسي وګړو په وژنه تورن دي تر دې دمه پکې هېچا ته سخته سزا نه ده ورکړل شوې. د مارچ په اوومه د بنو مبشر وزیر چې زده کونکی و په مبينه توګه د پېښور... Читать дальше...
نن جمعه (د کب ۲۹مه) په کابل کې د هغو څلورو پیلوټانو د جنازې مراسم ترسره شول چې پرون د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې ووژل شول. د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دې مراسمو کې د دفاع وزارت د لوی درستیز او لومړي مرستیال په ګډون یو شمېر جنرالانو او افسرانو ګډون کړی وو. عبدالکریم رحیمي، فضل وهاب امیري، محمد انور عمر او محفوظ نېکزاد هغه څلور پیلوټان دي چې پرون یې په بهسود ولسوالۍ کې هلیکوپتره نسکوره کړای شوه. په دې پېښه کې ۵ نور امنیتي سرتیري هم وژل شوي دي. د اعلامیې له مخې ښاغلي... Читать дальше...
د افغان ولسمشر د دوو جلا حکمونو پر اساس د افغانستان دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو لپاره نوي سرپرستان وټاکل شول. د افغانستان د ملي امنیت شورا د اعلامیې په خپرولو ویلي چې ستر جنرال محمد یاسین ضیا د دفاع وزارت سرپرست او حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت لپاره د سرپرست په توګه ټاکل شوي. اعلامیه زیاتوي، ښاغلی ضیا چې د دفاع وزارت لوی درستیز هم دی، د دفاع وزیر اسدالله خالد تر بشپړ رغېدو او بېرته راتلو پورې د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي. دغه راز د ولسمشر په حکم کې ستر جنرال محمد ایوب سالنګي د کورنیو... Читать дальше...
فريدې ترين د مارچ پر ۱۹مه مشال راډيو ته د خپلې وظيفې په وار وار بدلېدو خبره تاييد کړه.
وروسته تر دې چې جوبایډن د امریکا د منتخب ولسمشر په توګه کار پیل کړی دی د لومړي ځل لپاره امریکایي او چینایي دیپلوماتانو مخامخ سره وکتل او لانجه یې وکړه. له دې سره د واشنګټن هغه هیلې کمزورې شوې چې غوښتل یې د چین چلند کې به بدلون راشي او دې ته به زمینه برابره شي چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وخت چې اړیکې خړپړ شوي وو، هغه بېرته سم شي. د پنجشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو دیپلوماتانو په الاسکا کې د دوه ورځنۍ غونډې په پيل کې لانجه وکړه. امریکایي لوري چینایان د غونډې له پروتوکول څخه په سرغړونه... Читать дальше...
په هانګ کانګ کې درې تنه د تشناب د کاغذونو د غلا په تور هر یو په څه باندې درې کاله بند محکوم شو. فرانس پرېس اژانس د هانګ کانګ د یوې ورځپاڼې مینګباو په وینا څرګندوي چې دا درې کسان چې د تشناب نژدې شپږ سوه کاغذونه یې غلا کړي وو، هر یو د هانګ کانګ یوې سیمه ییزې محکمې په څلویښت میاشتې بند محکوم کړل. د دوه زره شلم کال په فبروري میاشت کې چې کله په هانګ کانګ کې نوې کرونا وبا خپره شوه، له خلکو سره دا اندېښنه پيدا شوه چې د تشناب کاغذونه به په دوکانونو کې خلاص شي نو خلک به په کتارونو دوکانونو ته ولاړ وو چې دا کاغذونه واخلي. Читать дальше...
بایډن ویلي دا به د امریکا لپاره "سخته" وي چې له ټاکلي نېټې سره سم له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.
د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه پرون د پنجشنې په ورځ پیل شوه. ددغې غونډې انځوریزه بڼه دلته لیدلای شئ:
د امریکا ولسمشر جوبایډن تر نوومبر میاشتې پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر پاتېدو غور کوي. د امریکا 'اېن.بي.سي'ټلوېزیوني شبکې د یوې باخبرې سرچینې په حواله خبر ورکړی چې بایډن د خپل ملي امنیت د ټیم له غړو سره په وروستي خبرو کې په مې میاشت کې له افغانستانه د متحده ایالاتو د ځواکونو له اېستلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې تر نوومبر میاشتې پورې د امریکایي پوځیانو د پاتې کېدو په تړاو غور کوي. جوبايډن ویلي چې تر ټاکلي ضرب الاجل پورې له افغانستانه د پوځیانو ایستل ګران دي. د افغانستان د ملي... Читать дальше...
په پکتیا کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر مسوولین وايي چې دې ولایت کې ښځې عدالت ته پوره لاسرسۍ نه لري. دوی په حکومتي ادارو کې د توپیریز چلند خبره کوي او زیاتوي، دې ځایونو کې د نارینه وو په شان د ښځو ستونزو ته رسیدنه نه کېږي او کارونه يې د خنډ او ځنډ سره مخامخېږي. په ګردېز کې د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر مشر نور احمد شهیم ازادي راډیو ته وايي، په حکومتي ادارو کې د نارینه وو په شان د ښځینه وو کارونه پرمخ نه ځي: "عدالت ته پوره لاسرسۍ هم په ټولنه کې ښځو ته متاسفانه په ښه ډول میسر نه... Читать дальше...
مولانا فضل الرحمان د پاکستان مسلم لیګ ن له رهبر نواز شریف سره د ټیلیفوني خبرو له لارې پر دې سلا شوي چې د پيپلز ګوند نه بغیر به هم دوی د پي ډي اېم تحریک جاري ساتي.
افغان پوځي چارواکي په فاریاب ولایت کې د څلورو هوایي بریدونو په ترڅ کې د نژدې دیرشو وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي. په شمال کې د شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې چې نن جمعه (د کب ۲۹مه) خپره شوې راغلي، دا هوایي بریدونه تېره ورځ د فاریاب د قیصار ولسوالۍ په اړوندو سیمو د وسله والو طالبانو پر مرکزونو شوي دي. اعلامیه زیاتوي چې دې بریدونو کې ۱۷ نور طالبان ټپیان شوي دي. د اعلامیې له مخې وسله وال مخالفینو د دغو پرله پسې بریدونو په نتیجه کې د قیصار ولسوالۍ له مرکزه شاتګ کړی او د کلیو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه امریکایي ځواکونه تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي، خو د امریکا ولسمشر جو بایډن لېوالتیا ښودلې چې تر نوومبر میاشتې پورې به د امریکایي ځواکونو موده وغځوي. تازه د امریکا 'اېن.بي.سي' ټلوېزوني شبکې د یوې باخبره امریکایي سرچینې په حواله خبر ورکړی چې بایډن د خپل ملي امنیت د ټیم له غړو سره په وروستي خبرو کې په مې میاشت کې له افغانستانه د متحده ایالاتو د ځواکونو له اېستلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې تر نوومبر میاشتې د امریکایي پوځویانو د پاتېدو په اړه غور کوي. Читать дальше...
دا غوښتنه ترهغه شپږ اوونۍ وړاندې کېږي چې له ژمنې سره سم به ټول امریکایي ځواکونه نژدې شل کاله پس له افغانستانه وځي.
د پکتیا اریوب ځاځي ولسوالۍ کې له څو کلونو راهیسي بنګ کرل کېږي او له ولسوالۍ بهر د چرسو د قاچاق ترڅنګ، په خپله د اریوب ځاځي ولسوالۍ ګڼ شمېر ځوانان په چرسو معتاد شوي دي. خو دې وروستیو کې د اریوب ځاځيو ولسوالۍ د سوراڼي خېلو سیمې اوسیدونکو د قومي جرګې په ترڅ کې پریکړه وکړه، هر هغه چا چې له دې وروسته دې سیمه کې بنګ وکرل، نو سل زره افغانۍ به نغدي جریمه کېږي. د دې سیمې یو قومي مشر عیسی جان ازادي راډیو ته وویل، دا پریکړه یې ځکه وکړه چې د بنګو د کرلو له امله د دې سیمې ګڼ ځوانان په چرسو معتاد شوي. دی وايي... Читать дальше...
په افغانستان کې په ۱۳۹۹لمریز کال کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۳۷ ډېر شوی او په دوه لکه او ۲۳ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، خو افغان دولت و نه شوای کولای چې دې کال کې د تولید شوېو تارياکو اندازه معلومه کړي. که څه هم افغان حکومت وکولای شوای چې تر زرو هکټارو لږ ځمکې د کوکنارو له کښته پاکې کړي، خو د کورنيو چارو وزارت وايي چې دوی د کوکنارو له کښت او تارياکو له تولید سره په مبارزه کې بريالي وو. له نشه يي موادو سره د مبارزې ملکي معين فاضل وسيط وايي چې له نشه يي موادو سره ځانګړو پولیسو تر درې زره... Читать дальше...
د بلوچستان د ګډاني ساحل پر غاړه د موټر سایکلونو او جیبونو د ځغاستې مقابلې وشوې چې پکې د سړو تر څنګ ښځو هم ګډون وکړو. په مسابقو کې برخه اخېستونکي وايي، له دې سره سیاحت وده مومي او خلک دغو سیمو ته د سیل او تماشې لپاره ورځي. نور حال د نیاز علي خان په وېډیويي راپور کې.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس یوه ډېره بریالۍ غونډه بولي او وايي، د سولې لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې افغانستان د سترو هېوادونو د همکارۍ ډګر وي، نه د هغوی د رقابتونو. د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، غوره دا ده چې طالبان د اوسني افغان حکومت سره يو ځای شي، خو که هغوی دا نه خوښوي او سولې ته خطر پېښيږي نو د موقت حکومت په جوړولو کې ستونزه نشته. د ازادي راډیو خبریالې ملالۍ بشير له حامد کرزي سره په دې ځانګړې مرکه کې د مسکو کنفرانس تر... Читать дальше...