'خلیلزاد د افغان سولې بهیر کې د پاکستان پر دوامداره رول زور راوړی'
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد په ګل/دوشنبه (مارچ اتمه نېټه) په اسلام اباد کې له پاګستانیو چارواکو سره لیدلي. دا په داسې حال کې ده چې نوموړي په دا وروستیو کې په کابل کې ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېکن یو لیک هم ورسولی وو. نوموړي اسلام اباد ته د خپل سفر پرمهال د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د افغانستان لپاره د وزیر اعظم عمران ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي دي. ... Читать дальше...