Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

افغانستان کې 'پنځه ملیونه ښځې' د کاري فرصتونو په تمه په کور ناستې دي

0
افغانستان کې 'پنځه ملیونه ښځې' د کاري فرصتونو په تمه په کور ناستې دي

د مارچ اتمې نېټې (د ښځو نړیوالې ورځې) ته د رسېدو په درشل کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت، د حکومت په رهبرۍ په ځانګړي ډول په ۳۴ ولایتونو کې د مرستيالانو په بست کې د ښځو ګمارنه د هېواد په تاریخ کې پوه لویه لاسته رواړنه ګڼي.

حسینې صافۍ د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۱» په هغه ناسته کې چې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکۍ ادارې له‌خوا د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې په مرسته له ښځو د ملاتړ په موخه، په ښې حکومتوالۍ کې د ښځو د ونډې په نوم جوړه شوې وه، د ښځو په مشارکت او د دوی د کاري ظرفیت په لوړولو باندې ټینګار وکړ.

اغلې صافۍ دغه‌شان وویل، په سیاست کې ښځو خپله ونډه تثبیت کړې ده.

اغلې صافۍ زیاته کړه: "هغه څه ته چې موږ عدالت غوښتنه ورته وکړه، په رسمي پروسې بدله شوه او د خدای په فضل تر راتلونکې یوې میاشتې په ۳۴ ولایتونو کې د ښځینه مرستیالانو ګمارل بشپړېږي.د ښځو چارو وزارت د همغږۍ په یوې طرحې کار کړی چې ډېر ژر به د سیمه‌یيزو ارګانونو ادارې ته ولېږل شي."

په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت وزيره کریمه حامد فاریابي وایي، په هېواد کې یوازي ۱۶.۶ سلنه ښځې کار کوي چې دا شمېر ډېر کم دی.

د اغلې فاریابي په خبره اوس‌مهال پنځه ملیونه ښځې په کور ناستې دي او د کار زمینه ورته نه‌ده براره شوې.

اغلې فاریابي وايي: "۱۶.۶ سلنه ښځې کار لري پاتې نورې وزګاره دي. شمېرې ښیي چې پنځه ملیونه ښځې کورونو کې دي، یو لوی ځواک چې د ټولنې هوساينه، موږ او تاسې ورته اړتیا لرو."

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په ملکي خدمتونو کې د ښځو ونډه ۲۹ سلنې ته رسېدلې چې له دې شمېر څه د پاسه ۱۰ سلنه‌یې د دولتي ادارو د رهبرۍ په برخه کې کار کوي.

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست، راس وېلسن هم په خپله ټویټرپاڼه د مارچ د اتمې نېټې په مناسبت، په امنیت، روغتیا، ټولنه، ښوونه او نورو برخو کې د ښځو ونډه مهمه ګڼلې او خپل هېواد یې په ټوله نړۍ کې د جنسیتي برابرۍ ملاتړ ګڼلی دی.

 

په ورته وخت کې جوړې شوې غونډې ته د دفاع وزارت مرستیالې منیرې یوسف‌زاده وویل، له هر بل وخت څخه په حکومت کۍ د ښځو ونډه زیاته شوې ده.

اغلې یوسف‌زاده وویل: "موږ اوس‌مهال نظام کې څه د پاسه درې زره ښځې لرو. شاید د کمیت له اړخه کمې وي، خو د هېواد اوسني وضعیت، فرهنګ او د خلکو د زده‌کړې کچې ته په کتو یو د پام وړ کمیت دی او موږ یې باید قدر وکړو."

په دې ناسته کې د ۲۱ ولایتونو مرستیالانو هم ګډون کړی و.

د ښځو د مشارکت پروګرام، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له اوږدمهالو پروګرامونو څخه دی چې له پنځو کلونو راهیسې د ښځو د ظرفیت جوړونې په برخه کې کار کوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

«У меня больше нет сил бороться». Елена Рыбакина раскритиковала WTA






Амбассадоры сообщества «Волонтеры Москвы» помогают столице и горожанам

Зарема Салихова: в чемпионате "Спартаку" ловить нечего

Тайны профессии. Восемь историй о том, когда нотариусы спасают людей

Замминистра обороны Иванов просит отпустить его из СИЗО на Рублёвку: Не шутка, а ходатайство по делу