د غزني بزګران: که نیالګي راکوئ پر وخت یې راکړئ چې وچ نه شي
په غزني کې بزګران د میوه لرونکو نیالګیو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي. دوی وايي، تېر کال هم یو څه ورکړل شوي وو، خو دا چې پر وخت نه وو نو ډېری یې وچ شول.
دا ځل بزګران غواړي چې نیالګي پر وخت ورکړل شي، څو ښه پایله ورکړي.
د غزني ښار جنوب لور ته په څلور کیلومترۍ واټن د سفندي کلي کې ۳۰ کلن مېرزمان بڼ لري وايي، کال په کال نوي دود شوي میوه لرونکي نیالګي لګوي، خو تېرکال یې خوند نه وو، ځکه زراعت ریاست بزګرانو ته پر وخت نیالګي نه وو ورکړي او په خبره یې ځینې وچ، ځیني ېې خراب او ځیني نور یې هېڅ راشنه نه شول.
دی زیاتوي: "د کرنۍ او باغدارۍ چارې له موسمي حالاتو سره تړلي دي، یو چاره که پر خپل وخت ترسره نه شي، پر حاصل اغېز کوي."
د ده په ټکو هغه اړین توکي چې د کرنې ریاست له لوري له بزګرانو مرسته کېږي هغه باید پر وخت وي،څو دغه توکي د بزګرانو په ګټه تمام شي.
دا په داسې حال کې ده چې غزني کې بزګران د کرنې او مالدارۍ ریاست څخه د میوه لرونکو نیالګیو د پر وخت تر لاسه کولو غوښتنه کوي.
بزګران زیاتوي، که نیالګي پر وخت ورکړل شي، راتلونکي کې به ښه حاصلات وکړي، خلک به په کار شي، اقتصاد به ورسره ښه شي.
دا چې د غزني خوګیاڼو ولسوالۍ څخه محمدالدین زراعت ریاست ته د نیالګیو د ترلاسه کولو په موخه راغلی وايي، زراعت ریاست تر خپله وسه مرسته کړې ، خو بیا هم د نیالګیو برخه کې تر یوې اندازې ناغیړي کوي.
محمدالدین هم د تېرکال خبره کوي چې ګنې نیالګي پر وخت نه دي ورکړل شوي او خواري یې هم په اوبو لاهو شوې:"تېر کال یې هم نیالګي راکړي وو، خو ناوخته وو، وچ شول، زما هیله دا ده چې زراعت ریاست باید موږ ته پر وخت نیالګي راکړي، څو پر وخت یې وکرو."
د غزني ریاست چارواکي هم مني چې دغه نیالګي پر وخت نه ورکول کېږي.
په کرنې ریاست کې د باغدارۍ د څانګې مسوول ذکریا هوتک وايي، وزارت ته وختي پلان ورکوي، خو په وینا یې د هغوی له لوري ځنډیږي.
هوتک زیاته کړه: "موږ بیا هم هڅه کوو چې دغه نیالګي پر وخت او زمان پر بزګرانو ورویشو."
د غزني ډېری اوسېدونکي دغه ولایت کې په کرکیله بوخت دي.
د انګورو، مڼو، زردالو، ځمکني توتانو، زعفرانو، الوبخارا او ځینو نورو شیانو ترڅنګ غنم، جوار، خټکي، هنډواڼې او بادرنګ د غزني مهم پيداوار ده.