Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

خاشجي؛ بې­ پولې خبریالانو د سعودي چارواکو پرضد جنايي شکایت ثبت کړ

0
خاشجي؛ بې­ پولې خبریالانو د سعودي چارواکو پرضد جنايي شکایت ثبت کړ

د بې­ پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې په جرمني کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د سعودي د نورو چارواکو پرضد جنايي شکایت ثبت کړ.

دغې ادارې د سعودي عربستان دغه چارواکي تورن کړي چې په ۲۰۱۸میلادي کال کې یې په استانبول کې د خبریال جمال خاشقجي په وژنې سره د بشریت پر خلاف جنایتونه کړي دي.

دغه شکایت چې په ۵۰۰ مخونو کې برابر شوی، تېره دوشنبه د جرمني په یوه فډرال محکمه کې ثبت شو.

د سعودي عربستان پر ولیعهد او نورو چارواکو دا تور هم لګول شوی چې تر ۳۰ د زیاتو ژورنالېستانو په جبري نیولو کې لاس لري.

د سعودي عربستان ولیعهد مخکې د خاشقجي په وژنه کې خپل هر ډول دخالت رد کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د امریکا یوه استخباراتي ارزونه خپره شوه چې په هغې کې ویل شوي، د خاشقجي «د وژنې یا هم نیولو» عملیات د شهزاده محمد بن سلمان له خوا تصویب شوي وو.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Рафаэль Надаль

Рафаэль Надаль первым в истории тенниса выиграл 200 матчей на грунтовых «Мастерсах»






«Штрафы не за горами». Пока электросамокатчиков не ловят, но это только пока

«Спартак» не проигрывает на протяжении семи матчей

В Пензе стартовали соревнования по спортивному ориентированию

В столице на фестивале «Московская весна» на Коптевском бульваре проходят спортивные конкурсы