Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

افغانستان کې د تېر کال په پرتله ۳۵ په سلو کې ورښت کم شوی

0
افغانستان کې د تېر کال په پرتله ۳۵ په سلو کې ورښت کم شوی

د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي چې روان کال د تېر کال په پرتله ۳۵ په سلو کې ورښت کم شوی.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت هم د راتلونکي کال وچکالۍ ته په اشارې سره وايي چې په معمول ډول په هېواد کې د ورښت کچه ۲۵۰ ملي متره وي، خو روان کال د هېواد په ځینو سیمو کې ۴۰ ملي متره ته راښکته شوې.

په افغانستان کې په کروندو بوخت کروندګر وچکالۍ او د څارویو له‌منځه تلو ته اندېښمن دي.

د کارپوهانو په باور د ورښت کچې کموالی نېغ په نېغه له بې‌وزلي، د حاصلاتو له کموالي او د کورنیو بې‌ځایه شويو له ډېروالي سره اړیکې لري. دوی په احتمالي توګه اقلیمي بدلون، د ګلخانه‌یي ګازونو زیاتوالی او د نفوسو ډېروالی د ورښت د کموالي اصلي لاملونه بولي.

افغانستان یو کرنیز هېواد دی، د معلوماتو له مخې ۴۵ سلنه افغانان په کرکېلې لګیا دي چې له ورښت او اوبو سره نېغ په نېغه اړیکې لري.

په ورته وخت کې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې حکومتي بنسټونه د وچکالۍ کنټرول او زیانمنو ته د رسېدنې لپاره بشپړ چمتووالی لري.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Уимблдон

Финалистка юниорского Уимблдона-2023 получила временное отстранение за допинг






Наш Бессмертный полк: рассказывает Нина Илларионова

Ежедневный прогноз пожарной опасности опубликовали в Подмосковье

"Газета.Ru" представляет самые яркие кадры прошедшей недели

Пятиэтажный дом частично обрушился в Республике Коми