Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

سراج: بدخشان کې ترهګر د طالبانو په همکارۍ پلان لري چې امنیت خراب کړي

0
سراج: بدخشان کې ترهګر د طالبانو په همکارۍ پلان لري چې امنیت خراب کړي

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې رئیس احمد ضیا سراج خبرداری ورکوي چې هغه بهرني ترهګر چې په بدخشان کې حضور لري او د طالبانو پر مټ فعالیتونه ترسره کوي، ښايي په نوي کال کې د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو د نیولو یا یې د امنیت د خرابولو هڅې وکړي. 

ښاغلي سراج چې د بدخشان ولایت د امنیتي وضعیت د څېړنې لپاره هغه ولایت ته تللې دغه څرګندونې پرون چهارشنبه(د کب ۱۳مه) په فیض کې آباد کې په یوه غونډه کې وکړې.

ښاغلي سراج زیاته کړه: "ترهګر او هغه بهرنۍ ډلې چې په بدخشان کې حضور لري، د دې ولایت له طالبانو سره په همکاري پلان لري چې د یو شمېر ولسوالیو امنیت خراب کړي."     

سراج وویل، افغان امنیتي ځواکونو هم تیاری نیولی چې د دغو ترهګرو د فعالیتونو مخه ونیسي. 

د بدخشان سیمه ییز چارواکي د هغو بهرنیو سخت دریځو چې دې ولایت کې دېره دي، شمېر شااوخوا نهه سوه تنه یادوي. 

چارواکو دا هم ویلي چې د دولت وسله وال مخالفین د دې ولایت پر نژدې څلویښت سلنه ساحې نفوذ لري.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Азаренко вышла в 1/16 финала турнира WTA-1000 в Риме






Райдер счастья молодых: в России растет число брачных контрактов

Тарифы на железнодорожные перевозки из Китая в Россию и Белоруссию резко возросли

В Москве на МКАД произошло массовое ДТП

Урганту не дали выступить на вечере памяти Окуджавы