Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

چین: د هانګ کانګ انتخاباتي سیسټم کې به بدلونونه راوړو

0
چین: د هانګ کانګ انتخاباتي سیسټم کې به بدلونونه راوړو

چین اعلان کړی چې د هانګ کانګ په انتخاباتي سیسټم کې به بدلونونه راوړي.  

له دې اعلانه ښکاري چې پېکېنګ په دې مهم نړیوال مالي مرکز کې نور نو خپل مخالفین نه شي زغملای. 

صدراعظم لي- کي کیانګ نن د خلکو د ملي کانګرس یا پارلمان په پرانېستونکې غونډه کې د وینا پر مهال په هانګ کانګ او بله نیمه کورواکې سیمه- مککاو کې د چین د اساسي قانون د بشپړ انفاذ پر اړتیا ټینګار وکړ: 

ښاغلی کیانګ زیاته کړه: "موږ د یوه هېواد او دوو سیسټمونو پر اصل ولاړ یو. موږ به د دې دوو  سیمو د ادارې سیسټمونه او مېکانیزمونه اصلاح کړو، څو اساسي قانون او اساسي اصول په کې نافذ کړو." 

د ملي کانګرس د رئیسه پلاوي مرستیال مشر ونګ چېن ویلي چې د هانګ کانګ د اجرائیه رئیس د غوراوي طریقه باید اصلاح شي ځکه د هغه په وینا د دې سیمې په انتخاباتي سیسټم کې نیمګړتیاوو د اپوزیسیون فعالانو ته اجازه ورکړې چې د خپلواکۍ غږ اوچت کړي. 

د چین د ملي کانګرس کلنۍ غونډه نن د مارچ په پنځمه پرانېستل شوه چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

تمه ده چې دا بدلونونه به په دې غونډه کې تصویب شي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Уимблдон

Медведев рассказал, как ударился головой перед матчем с Уиллисом на Уимблдоне в 2016 году






Тороп берет: как вратарь ЦСКА повлиял на расклад в чемпионской гонке

Заснять порчу: как мошенники наживаются на ими же сломанных смартфонах

Лещенко: напишу песню, если "Динамо" станет чемпионом

Пауза затянулась: Леус рассказал о возвращении магнитной бури на Земле