Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

حکمتیار: طالبان دې د اوسني حکومت له استعفا وروسته مشروط اوربند سره هوکړه وکړي

0
حکمتیار: طالبان دې د اوسني حکومت له استعفا وروسته مشروط اوربند سره هوکړه وکړي

د حزب اسلامي سلګونو پلویانو د جمعې په ورځ د کابل په دهمزنګ کې لاریون وکړ.

د لاریون دوو ګډونوال سیف‌الدین او خیرالله ازادي راډیو سره په خبرو کې د مظاهرې هدف داسې بیان کړ:" کومه توافق‌نامه چې حزب اسلامي له حکومت سره لري حکومت ورته ژمن پاتې نه شو او اوس د خپلو غوښتنو لپاره موږ سوله ییزه لار غوره کړې ده.

- دوحه کې د سولې مذاکرات، هدفي وژنې، د حکومت بې عدالتي له هغو مسایلو څخه دي چې موږ مظاهرې ته اړ شو. تر اوسه د حزب اسلامي ٣ زره بندیان له زندانونو نه دي خوشې شوي."

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له طالبانو غواړي چې د اوسني حکومت له استعفا او نوي حکومت له جوړېدو وروسته، په مشروط ډول اوربند سره هوکړه وکړي.

ښاغلي حکمتیار د جمعې ورځې د لاریون پر مهال وویل، دوحه کې د سولې خبرو مدیریت یوې کوچنۍ ډلې په واک کې دی چې خپله بقا په جنګ کې ګوري.

نوموړي زیاته کړه: "له مشروط اوربند سره توافق وکړئ، دا هغه مهال چې حکومت استعفا وکړي او واک نوي حکومت ته ولېږدول شي چې د ټولو په خوښه ټاکلی حکومت وي، دوهم د دې پر ځای چې د ارګ له پلاوي سره اوږد مهالې او بې پایلې مذاکرې کېږي، باید له اغېزناکو لورو سره پریکنده خبرې وشي چې د ملت له عمده لورو څخه استازیتوب وکړي، کوم پلاوی چې دوحه کې له ارګه استازیتوب کوي له یوې منزي او منفور اقلیت استازیتوب کوي."

خو جمهوري ریاست وایي، د دوی غوښتنې د ملت دي چې مطرح شوي دي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د حکومت غوښتنې د افغانستان د ملت غوښتنې دي. افغانان د تاوتریخوالي درېدل او یو دایمي او سرتاسري اوربند غواړي."

حزب اسلامي همدارنګه ادعا کړې چې د دې ګوند یو شمېر پلویانو چې د کابل له تره خېل او نورو برخو مظاهره کې یې ګډون کاوه د امنیتي ځواکونو له لوري یې مخنیوی شوی.

ښاغلي حکمتیار حکومت ته په خطاب کې وویل: "د دې لپاره چې هغوی مظاهره کې ګډون و نه کړي او نړۍ ونه ویني چې ملت په کوم وضعیت کې دی او څه غواړي؟ نو تاسې یې مخنیوی وکړ، د دې معنا دا ده چې تاسو ته اوس واضح ده چې ملت څه غواړي او تاسې حکومت حالت کې یاست."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونه د ښاریانو د امنیت د خوندیتوب مسوولیت لري او د قانون پر اساس هره غونډه چې ترسره کېږي امنیتي ځواکونه مسوول دي چې امنیت یې خوندي کړي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي:" هغه کسان چې کابل ښار ته داخلېږي، پولیس د پوښتنې حق لري، څه چې پولیسو ته مهم دي هغه د قانون تنفیذ دی چې د ښاریانو امنیت خوندي کړي، د قانون پر اساس هره غونډه چې ترسره کېږي امنیتي ځواکونه مسوولیت لري چې امنیت یې خوندي کړي."

له بلې خوا حزب اسلامي ګوند خبرداری ورکوي، که یې غوښتنو ته پاملرنه و نه شي په ښارونو کې به لوی لاریونونه وکړي.

ښاغلي حکمتیار تر دې وړاندې له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو په مناسبت یوې غونډې ته ویلي و چې لا هم د دوی یو شمېر زندانیان په بند کې دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو په دې اړه له حزب اسلامي د تفاهم د پلي کولو کمېسیون نظر هم ولري، خو دوی په هغې اعلامیې بسنه وکړه چې تر دې وړاندې یې خپره کړې وه.

په اعلامیه کې راغلي و چې په ١٣٩٩ لمریز کال کې د حزب اسلامي ۱۶۴ زره بندیان خوشې شوي او یوازې ۷۴ بندیان جې په اعدام محکوم دي او ورباندې حق‌العبد موجود دی خوشې شوي نه دي او د توافق پر اساس حکومت په خوشې کولو مکلف نه دی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Даниил Медведев

Тарпищев: нельзя Медведева назвать главным претендентом на золото Олимпиады






Нам не страшен майский жук: как организовать приствольные круги для садовых деревьев

Народная артистка России Людмила Дугарова в главной роли в фильме Монголии

Театр, раскол и русская идея: как Александр III пробуждал национальное самосознание

Газзаев заявил, что у «Зенита» притупилась мотивация