Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

اشرف غني: له ټاکنو پرته د واک د لېږد پرسر هېڅ ډول معاملې ته چمتو نه یم

0
اشرف غني: له ټاکنو پرته د واک د لېږد پرسر هېڅ ډول معاملې ته چمتو نه یم

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له لوري افغان حکومت ته د نوې طرحې له سپارلو وروسته محمد اشرف غني وايي چې د انتخاباتو له لارې پرته د واک د لېږد پر سر هېڅ ډول معاملې ته چمتو نه دی.

خو په خبره يې چې د نړیوالې ټولنې په مدیریت د انتخاباتو د نېټې او د ترسره کېدو په اړه بحث ته چمتو دی.

ښاغلي غني چې د شنبې (د کب ۱۶مه) په ورځ یې د ملي شورا د ۱۷مې دورې د درېیم تقنیني کال پرانېست غونډې ته وینا کوله وویل چې د سولې راتګ ته چې ملي یووالی په کې نغښتی وي، هر ډول فداکاري ته حاضر دی.

نوموړي زیاته کړه:"د انتخاباتو له لارې واک لېږد، موږ لپاره یو اصل دی، هېڅ ډول معامله پرې نه کېږي، موږ چمتو یو د نړیوالې ټولنې په مدیریت، د ازادو، شفافو او سراسري انتخاباتو ترسره کېدو په اړه بحث وکړو، څو وکولای شو، د انتخاباتو د نېټې په اړه هم بحث وکړو او پایلې ته ورسېږو."

د ښاغلي غني په خبره هغه کسان چې د واک لپاره یوې او بلې دروازې ته ځي، ورته وايي چې واک په افغانستان کې یوه دروازه او یوه کلي لري، دغه دروازه یوازې افغانان کولای شي چې د رایو له لارې درته خلاصه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته راغلی و او له افغان ولسمشر سربېره یې د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس او ځینو مطرحو افغان سیاستوالو سره د سولې په اړه غږېدلی و، نوموړی دا مهال په دوحه کې کې دی.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي و چې ښاغلي خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې افغان حکومت ته داسې طرحه سپارلې، که ومنل شي، له مخې به ‌یې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د بانفوذه هېوادونو، حکومتي چارواکو او له حکومته بهر سیاسي مشرانو په ګډون په لوړه کچه يو ناسته جوړه شي.

دا لوړپوړی چارواکی چې د موضوع د حساسيت له کبله نه‌غواړي نوم‌يې واخېستل شي وايي، د دوحې روانې خبرې امريکا ته مهمې دي، خو امریکا غواړي چې افغان لوری ډېر ژر اوربند او سیاسي حل‌لارې ته ورسېږي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي چې زلمي خلیلزاد دا ځل کابل ته له ځان سره د ملي مشارکتي حکومت طرحه راوړې ده، خو دا راپورونه په رسمي توګه نه دي تأیید شوي.

محمد اشرف غني که څه هم کوم مشخص نوم وانه خېست خو ويې ويل چې له اساسي قانون پرته د بل هېچا وثیقې ته اړتیا نشته.

ښاغلي زیاته کړه: "هر بنسټ کولای شي، خیال او خوب په کاغذ ولیکي او د افغانستان د حل لپاره یوه لاره توصیه کړي، دغه کاغذونه هم په تېر کې لیکل شوي، اوس هم لیکل کېږي او په راتلونکي کې به هم وليکل شي، زموږ وثیقه اساسي قانون دی، بلې وثیقې ته اړتیا نه لرو."

ښاغلي غني زیاته کړه، هېڅوک نه شي کولای چې هغه بنسټونه چې د موجودیت په اړه یې د افغانستان په اساسی قانون کې یادونه شوې وي، په اړه یې تصمیم ونیسي، اساسي قانون او ملي بنسټونه به پر خپل ځای وي.

د افغان ولسمشر د ټاکنو د دورې ملاتړی او د جمعیت اسلامي ګوند اجرائي مشر عطا محمدنور د زلمي خلیلزاد له خوا وړاندې شوې طرحه ښه ارزوي او ویلي دي چې په دې طرحه کې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو خوندیتوب په پام کې نیول شوی دی.

له دې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم د زلمي خلیلزاد طرحه ستایلې وه.

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني په پرانېست غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالي کم او بين الافغاني مذاکراتو ته ستاتنه شي.

د ملي شورا اوولسمې دورې درېیم تقنین کال پرانېستل شو چې اوس به له قانون سره سم دواړه مجلسونه مشرانو جرګه او ولسي جرګه له رئیسانو پرته خپل اداري پلاوي بيا وټاکي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Шнайдер вышла в третий круг турнира WTA-1000 в Риме, победив Самсонову в российском дерби






В Москве лифт оторвал 10-летней девочке средний палец

Тулячки выиграли Континентальную футбольную лигу

Аналитики оценили изменение высоты новостроек в городах России за 5 лет

Чудеса в ЖКХ: кому отменили комиссию за квартплату