عراق ته د کاتولیکو عیسویانو د مشر سفر؛ پاپ فرانسېس له ایتالله سیستاني سره وکتل
د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسېس عراق ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له ستر شیعه مشر ایتالله علي سیستاني سره وکتل.
دا تاریخي ملاقات په نجف ښار کې د کاتولیکانو د مشر د لومړني سفر پر مهال وشو.
د ملاقات جریان په ژوندۍ بڼه د عراق له ملي ټلوېزیونه خپرېده او عراقیانو یې هم هرکلی وکړ.
د پاپ فرانسېس او عراق کې د شیعه مذهبو د ستر مشر ایتالله علي سیستاني لیده کاته داسې مهال وشول چې د کاتولیکو عیسویانو مشر هڅه کوله د ګډ او سولهییز ژوند پيغام ولېږدوي.
سیستاني له دغه ملاقات وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د عراق مسیحیان باید په سوله کې ژوند وکړي او د نورو عراقیانو په څېر له خپلو حقونو برخهمن شي.
سیستاني په عراق کې چې اکثره مسلمانانیې شیعه دي د ډېر درناوي وړ دی او د نړۍ په کچه نور شیعه مذهبي هم ورته احترام کوي.
واتیکان هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پاپ فرانسېس له علي سیستاني او د عراق له خلکو په هغه هېواد کې د مسیحیانو د ملاتړ په خاطر مننه کړې ده.
پاپ فرانسېس د عراق له بېلابېلو مذهبي مشرانو سره پرون د ملاقات پر مهال وویل: "راځئ دعا وکړو چې هر چېرته د وجدان او مذهب ازادي وپېژندل شي او احترام ورته وشي، دا اساسي حقونه دي، دا موږ ته دا ازادۍ راکوي چې د هغه جنت په اړه چې ورته پیدا شوي یو، فکر وکړو."
یو وخت په عراق کې د ټولو عیسویانو شمېر نږدې یو نیم ملیون نفره و او هغه مهال دوی هلته د پام وړ یو اقلیت و، خو کله چې امریکا په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق برید وکړ، دوی باندې غچ اخیستونکي بریدونه وشول او دې سرهیې شمېر هم هلته کم شو.
کله چې ۲۰۱۴ کال کې د عراق په شمال کې داعش وسلهواله ډله پیدا شوه، ګڼ شمېر عراقي مسیحیان د هېواد پرېښودو ته اړ شول.
د شمېرو له مخې دا مهال شاوخوا درې لکه مسیحیان په عراق کې اوسېږي او اکثرهیې له خپلو مېنو هم بېځایه شوي دي.
له دې وړاندې پاپ فرانسېس یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي چې دې ډله کې ترکیه، اردن، اذربایجان او فلسطیني سیمې شاملې دي.