Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

هشت صبح: دا مهال افغان مېرمنې له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي

0
هشت صبح: دا مهال افغان مېرمنې له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي

مسیر

مسیر ورځپاڼې د مارچ د اتمې د ښځو د پيوستون نړیوالې ورځې ته خپله سرلیکنه ځانګړې کړې ده.

ورځپاڼې پر حکومت نیوکه کړې چې هر کال دا ورځ په افغانستان کې په شعاري بڼه نمانځي.

وړاندې راغلي چې د حکومت ژمنې هم د مېرمنو د حقونو په برخه کې په ډېرو برخو کې شعاري دي او تر دوو یا درېیو لویو ښارونو پورې محدودې دي او د هېواد په ډېریو لیرې پرتو سیمو کې مېرمنې ان له خپلو لومړنیو حقونو هم بې‌برخې دي.

لیکوال ټینګار کړی، که حکومت په رښتینې توګه په هېواد کې د ښځو او نجونو د ژوند ښه‌والی غواړي، نو تر ټولو ښه لاره‌یې دا ده چې د دوی د زده‌کړو په وړاندې شته خنډونه لیرې کړي.

د لیکوال په اند حکومت باید د نمایشي پروژو پر ځای چې ګټه‌یې یوازې څو مېرمنو ته رسېږي، بنسټیز کارونه وکړي او د دوی په نوم د مرسته شويو پیسو د چور مخه دې ونيسي.

ورځپاڼې دغه‌شان لیکلي، حکومت دې د افغان مېرمنو د ژوند لپاره په ټولنه کې شته بد فرهنګونه، دودونه او چاپېریال اصلاح کړي او افغان مېرمنو ته دې د عزت او پرمختګ ژوند جوړ کړي.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د ښځو ورځ داسې مهال نماځل کېږي چې دا مهال افغان مېرمنې له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.

لیکوال ټینګار کړی چې لاهم ګڼې افغان مېرمنې له تاوتریخوالي، بې‌وزلۍ او بې‌سوادۍ له کړاو سره ژوند تېروي.

خو د لیکوال په وینا  د دغو کړاونو ترڅنګ افغان مېرمنو په تېرو دوو لسیزو کې خپل ځان ته یو ښه موقف هم جوړ کړی او د پام لاسته راوړنې هم لري.

ورځپاڼې  لیکلي چې دا مهال افغان مېرمنې د افغانستان د ادارو ۲۲ سلنه کاري ځواک جوړوي، ۲۷ سلنه په پارلمان کې دي او د کابل په څېر لوی ښارونو کې له ۶۰ سلنې څخه ډېرې ښوونکې مېرمنې دي او دغه‌شان دا مهال په افغان پوځ  کې هم نږدې ۷،۰۰۰ ښځې شته.

لیکوال ټينګار کوي چې د سولې په پروسه کې بايد د ښځو حقونه او تېرې لاسته راوړنې خوندي شي.

صبح کابل

صبح کابل ورځپاڼې هم د مارچ د اتمې په مناسبت سرلیکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، که څه هم د ۲۰۰۱ م کال راهیسې په افغانستان کې د جنډر مساوات، د نارینه او ښځینه‌وو لپاره مساوي حقونو او امتیازونو د ورکړې لپاره د کورنیو او بهرنیو خصوصي مؤسسو له‌خوا هڅې شوي، خو بیا هم د ليکوال په خبره مثبتې او مطلوبې نتیجې  یې نه‌دي رسېدلي. 

سرمقاله ليکونکی ليکي، په افغانستان کې د مارچ اتمه سږکال په دې هیله نمانځو چې په راتلونکي کې به د افغانو ښځو بریاوې او ستونزو او د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ مساوي حقونو ته پام کېږي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې دا ورځ باید له شعاري بڼې وویستل شي او حکومت د ښځو اساسي حقونو ته رښتینی کار وکړي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Теннисист Джокович раздавал автографы в шлеме после попадания бутылкой в голову






Собянин рассказал о проведении конного фестиваля

Заполняемость индустриальных парков Подмосковья достигла 87%

Источник 360.ru: пожар произошел в общежитии воинской части на улице Бутлерова

Начался отборочный этап московского чемпионата «Абилимпикс»