یونېسف: د کرونا له امله ستونزې ښايي د ۱۰ ملیونه نورو ماشومانو د ودونو لامل شي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره، یونېسف وایي د کرونا له امله رامنځته شوې ستونزې ښایي د دې سبب شي چې په راتلونکې یوه لسیزه کې ۱۰ ملیونه نور ماشومان ودونه وکړي.
دغې ادارې د مارچ د اتمې په مناسبت نن په خپره کړې څېړنه کې ویلي چې د ښوونځیو بندېدو، اقتصادي فشارونو، په خدمتونو کې خنډونو، امیندواري او د کرونا وبا له امله د میندو او پلرونو مړینې، ډېرې هغه نجونې چې زیانمنونکې دي، په کوچنیوالي د واده له خطر سره مخامخ کوي.
په دغه څېړنیز راپور کې چې د «'کووېډ-۱۹'؛ د ماشومانو د ودونو په وړاندې پرمختګونو ته ګواښ»، تر سرلیک لاندې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی دغهراز ویل شوي چې که دغه وضعیت دوام وکړي دا به هغه پرمختګونه ډېر شاته وغورځوي چې په وروستیو کلونو کې د ماشومانو د ودونو په وړاندې کمپاین په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.