ماین چاودنې د غزني د 'ده یک ولسوالۍ' سرپرست امنیه قوماندان وواژه
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ددې ولایت د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د سې شنبې ورځ (د کب میاشتې ۱۹نېټه) رسنیو ته ویلي، قوماندان عبدالرحمن فاتح یادې ولسوالۍ ته د اکمالاتو د ترسره کولو لپاره تللی و چې ماین پرې وچاودېد.
ښاغلی جمعه زاده زیاتوي: "تېر مازدیګر ناوخته، د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان دوهم څارن عبدالرحمن فاتح د وسله والو مخالفینو د سړک غاړې په ماین چاودنه کې شهید شو."
جمعه زاده زیاته کړه، په دغه برید کې بل چاته زیان نه دی اوښتی.
د یادې پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.