امریکا رسماً د ۷وژل شوېو افغان مېرمنو لپاره د جایزو ورکړه اعلان کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، هغو ۷ افغان مېرمنو لپاره د افتخاري جایزو ورکړه رسماً اعلان کړه چې تېر میلادي کال په افغانستان کې په بېلابېلو حملو کې وژل شوي دي.
په ټوله کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ۲۱ ښځو ته د زړورتیا جایزه ورکړل شوه چې ۷ تنه یې د افغانستان وې.
انتوني بلېنکن تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې د دغو ښځو نومونه اعلان کړل: "فاطمه خلیل چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کارکوونکې وه او دفتر ته پر لار په چاودنه کې ووژل شوه. مریم نورزاد چې د کابل د یوه روغتون قابله وه، د درېیو وسله والو په حمله کې له ناروغانو او نوزېږو ماشومانو سره یوځای ووژل شوه. فرشته چې د زندانونو ساتونکې وه د ټکسي پر لوري د تګ پر مهال د وسله والو له خوا ووژل شوه."
د افتخاري جایزې د ګټونکو په فهرست کې د فاطمې رجبي چې د پولیسو پخوانۍ افسره وه، ملالې میوند چې د انعکاس راډیو ټلوېزیون خبریاله وه، د ملي امنیت ریاست د جنسیت د برخې د مشرې شرمیلا فروغ او مدني فعالې فرشتې کوهستاني نومونه هم راغلي چې دوی هم په بېلابېلو حملو کې وژل شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هرکال ځینو هغو ښځو ته د زړورتیا جایزه ورکوي چې په خپل هېواد کې يې د خلکو او ټولنې سمون ته اغېزناک کارونه کړي وي.