Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

د مارچ ۸مه؛ پکتیا کې سږ د تېر کال پرتله ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی

0
د مارچ ۸مه؛ پکتیا کې سږ د تېر کال پرتله ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی

د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ په پکتیا کې هم د ښځو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه. 

د پکتیا د ښځو چارو ریاست وایي، د تېرکال پرتله سږکال له دوی سره د تاوتریخوالي د قضیو په ثبت کې زیاتوالی راغلی. 

په دې غونډه کې د ښځو چارو رئیسې نسرین اوریاخېل وویل چې د دې پېښو د ثبت د زیاتیدو یو لامل د پکتیا د مرکز ګردېز په ګډون په ولسوالیو کې د عامه پوهاوي د کچې زیاتوالی دی چې مېرمنې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د دې ولایت رسمي ادارو ته تګ زیات کړی. 

نوموړې وايي، د نورو ادارو پرته یوازې له ښځو چارو ریاست سره په تېرکال کې رسمي اته پېښې ثبت شوي، خو سږکال یې شمېر تر لسو رسیدلی او په خبره یې لسګونه نورې پېښې یې په غیر رسمي ډول حل او فصل کړي دي. 

وهل ټکول، د خوښې پرته په زور ودونه، لوړ ولور، په کم عمر کې د نجونو ودول، ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل، د میراث او مالکیت حق نه ورکول، په چارو کې د ښځو نظر نه اخېستل او د تاوتریخوالي یو شمېر نور هغه ډولونه دي چې پکتیا کې دا مهال نجونې او مېرمنې ورسره مخامخې دي. 

کلتوري او امنیتي ستونزې او د عامه پوهاوي کموالی په پکتیا کې هغه ستونزې بلل کېږي چې لاهم ګڼې نجونې او مېرمنې په کې له خپلو حقونو بې برخې دي. 

د یادونې وړ ده چې پکتیا کې د مارچ اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په موخه د جوړې شوې غونډې عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس کېږي او د نجونو دا کار چې د هېواد د ملي بیرغ ټکري یې په سر دي، ډېر ستایل شوی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Даниил Медведев

Тарпищев: нельзя Медведева назвать главным претендентом на золото Олимпиады






Премьер Риши Сунак заявил, что следующие 5 лет — одни из самых опасных в истории Британии

Московское море: каким оно было?

Mercury засмотрелась на молодежь // Ритейлер пытается привлечь к люксу новое поколение

Дмитрий Новиков встретился с делегацией ученых Академии марксизма Китайской Академии общественных наук