Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

ملالې یوسفزۍ له اپل پلس ټلوېزیون سره د ډرامو او فلمونو د جوړولو هوکړه وکړه

0
ملالې یوسفزۍ له اپل پلس ټلوېزیون سره د ډرامو او فلمونو د جوړولو هوکړه وکړه

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له اپل پلس ټلوېزیون TV+ سره د هغو ډرامو او مستندو فلمونو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ چې تمرکز به یې د ښځو او ماشومانو پر اړوندو مسایلو وي.

اپل ټلوېزیون نن- سې شنبې(د کب ۱۹مه) وویل، ملالې چې په تاند پېغلتوب کې یې د نوبل جایزه ګټلې ومنله چې د خپلې وړتیا پر مټ به له دې ټلوېزیون سره د نړۍ په کچه د خلکو د هڅونې په مقصد د څو کلونو په مخه په دې برخه کې ګډ کار کوي.  

اپل کمپنۍ وايي چې د ټلوېزیوني ډرامو او مستندو په دې لړۍ کې به د ماشومانو لپاره انیمېشن فلمونه او سریالونه هم شامل وي.  

 ۲۳ کلنې ملالې ویلي دي، خوشحاله ده چې له دې فرصته به د ښځو، ځوانانو، لیکوالو او هنرمندانو د ملاتړ لپاره کار واخلي او نړۍ هغسې انځور کړي چې دوی ته ښکاري.  

 ملالې یوسفزۍ رویټرز خبري اژانس ته وویل: "هیله منه یم زما د پروګرام او هغې محتوا له لارې چې زه به یې تولیدوم، وکړای شو د خلکو ترمنځ اتصال راولو چې دوی نه دي توانېدلي له دغه اتصال څخه برخمن وي، که مو سابقه هرڅه وي، بیا موږ ډېر مشترکات لرو چې باید په مثبت فال یې ونیسو." 

ملالې یوسفزۍ دا هم ویلي چې هیله منه ده د دې نوښت له لارې واړه هلکان او نجونې دغه پروګرامونه او محتوا وګوري او الهام ترې واخلي. 

په ۲۰۱۲میلادي کال کې ملاله یوسفزۍ د ۱۵ کلونو وه چې په سوات کې ښوونځي ته پر لار وسله والو طالبانو پر سر په مرمۍ وویشتله. 

 ملالې له ماشومتوبه د نجونو د تعلیم لپاره فعالیتونه کول، خو د طالبانو افراطي ډله یې مخالفه وه.  

ملاله د څو میاشتو لپاره په پاکستان او بیا په بهر کې تداوي شوه او په ۲۰۱۴میلادي کال کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ له کبله د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه.  

 ملاله یوسفزۍ په ۲۰۲۰میلادي کال کې د بریتانیا له اکسفورد پوهنتون نه فارغه شوه او له هغې راهیسې یې د نجونو او ښځو لپاره ډیجټل خپرونه او د ټلوېزیوني خپرونو د تولید خپله کمپنۍ جوړه کړې ده.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Саснович вышла в третий раунд турнира WTA-1000 в Риме






Московское море: каким оно было?

В конкурсе «Мисс Суздаль» в честь 1000-летия города победила девушка из Коврова

Mercury засмотрелась на молодежь // Ритейлер пытается привлечь к люксу новое поколение

«Наша победа!» Новый поворот в деле сожженного в сарае мальчика