Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

ازبک او افغان سوداګریزو شرکتونو د زعفرانو د پلور تړون لاسلیک کړ

0
ازبک او افغان سوداګریزو شرکتونو د زعفرانو د پلور تړون لاسلیک کړ

د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ د زعفرانو د پلور تړون لاسلیک شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ازبکستان ته د ځینو افغان سوداګرو د سفر پر مهال په میاشت کې  د ۱۰۰ ګیلو ګرامه زعفرانو د پلور تړون د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ لاسلیک شو.

د دې وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډیو ته وویل، د دې تړون پر بنسټ د ازبکستان سوداګر هره میاشت ۱۰۰ ګیلو ګرامه زعفران له افغان سوداګرو پیري، په ازبکستان او نورو اسیايي هېوادونو کې يې پلوري.

د ښاغلي احمدي په خبره په میاشت کې ۱۰۰ ګیلو ګرامه زعفران چې کال کې ۱۲۰۰ ګیلو ګرامه کېږي په سیمه او اسیایي هېوادنو کې د  زعفرانو د پلور یو ستر اقدام بلل کېږي. 

نوموړی زیاتوي، همدا راز په دې سفر کې افغان سوداګرو د ازبکستان له سوداګرو سره بېلابېلې ناستې درلودې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګريزو همکاریو په هکله يې خبرې اترې وکړي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت د دې تړون د هرکلي ترڅنګ ټینګار وکړ چې د ازبکستان سوداګر دې د نړې مختلفو هېوادونو ته د زعفرانو په صادراتو کې زیاتوالي راوړي.

د زعفرانو د تولید له پلوه افغانستان د نړۍ د درې سترو هېوادنو څخه شمېرل کېږې او هم افغان زعفران د نړۍ د ښه کیفیت او خوند لرونکي زعفرانو څخه دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко испытала проблемы после снятия Рыбакиной с турнира в Риме






Суд в Москве запретил давать объявления о вакансиях с припиской "только для славян". Но есть нюанс

Суд запретил объявления о работе для славян

СМИ: Суд приговорил Бишимбаева к 24 годам тюремного заключения

Бизнес-ланчи подорожали на 37 процентов в кафе Новосибирска