Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

د 'نی' سروې: افغانستان کې رسنۍ زیاتې خو د رسنیو کار کوونکي کم شوي

0
د 'نی' سروې: افغانستان کې رسنۍ زیاتې خو د رسنیو کار کوونکي کم شوي

په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت، د ټولنیزو فعالانو په ځانګړي توګه د خبریالانو په نښه کول خبریالان او د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه اندېښمن کړي دي.

خبریاله خدیجه محمدي او خبریال کمال افغان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "هره ورځ خبریالان په مرګ ګواښل کېږي، دا خپله د دې لامل کېږي چې د یو خبریال روح او فکر باندې منفي اعېز وکړي، کله چې د یو خبریال روح او روان په ښه وضعیت کې نه وي، دا خپله د نوموړي د کار په کیفیت خراب اغېز پرېباسي.

-که روان وضعیت همداسې دوام پیدا کړي، موږ به د دې شاهدان یو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې تر لاسه شوې لاسته راوړنې، له هغې جملې د بیان ازادي چې یوه غوره لاسته راوړنه ده، له لاسه ورکړو."

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، روان بد امنیتي وضعیت د دې لامل شوی چې په کور دننه او بهر له شلو زیاتو خبریالانو خپلې دندې او ځایونه پرې ايښي.

دغه بنسټ وايي چې د دوی تازه سروې ښيي چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې رسنۍ زیاتې شوي، خو د رسنیو د کار کوونکو په شمېر کې کموالی راغلی.

د نی اجرائیوي رئیس عبدالمجیب خلوتګر وايي چې د دوی سروې تر ډېره په پنځو ولایتونو متمرکزه وه.

نوموړي زیاته کړه: "په ننګرهار کې ۴۰ سلنه په رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی، په هرات کې موږ په رسنیو د ښځو د کمه رنګه حضور شاهدان یو، دا ښکاره کوي چې ډېری رسنۍ ښځینه کار کوونکې نه لري، په کندهار کې ۹۰ سلنه په بلخ کې ۲۰ سلنه په رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی، څلورو عمده ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو کموالي ته په پام سره په کابل کې بیا په رسنیو کې د ښځو حضور ۵ سلنه زیات شوی."

دی وايي چې افغانستان کې۱۷ سلنه ښځینه خبریالانې په رسنیو کې کار کوي، خو د ټولو قربانیانو ۴۰ سلنه ښځینه خبریالانې جوړوي.

نوموړی وایي، دا شمېرې په ډاګه کوي چې تر ډېره حمله کوونکي ښځینه خبریالانې په نښه کوي.

نوموړی زیاتوي چې په تېر یوه کال کې په رسنیو حملو کې بدلون راغلی، اوس تر ډېره د رسنیو کار کوونکي په انفرادي ډول په نښه کېږي.

ښاغلی خلوتګر وايي، امنیتي بنسټونه هم تر ډېره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیو ته جدي پام نه کوي او هڅې کېږي چې دغه ډول دوسیې پټې او د کورنیو ستونزو نوم ورکړل شي.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې د خبریالانو ټولو دوسيې څېړل شوي ډېرې کمې د انکشاف په پړاو کې دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین: "هغه ادعا چې نی کړې موږ یې بشپړه ردوو، د دې ادعا په اړه چې هر سند لري، موږ حاضر یو چې هغه وڅېړو، نی بنسټ په جریان کې ده چې ځینې قضایا، اخلاقي قضیې وې، موږ خپله د نی او ځینو خبریالانو په غوښتنه هغه ټولنیزې نه کړې، هغوی که وغواړي، ټول اسناد او شواهد شته موږ کولای شو د رسنیو په واک کې ورکړو."

وروستۍ شمېرې ښيي چې په وروستیو څو میاشتو کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي چې ۴ یې مېرمنې وې.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Уимблдон

Медведев рассказал, как ударился головой перед матчем с Уиллисом на Уимблдоне в 2016 году






Начало мая в европейской части РФ стало самым холодным за всю историю

Пермские экологи сообщили о массовой гибели редких жаб под колесами автомобилей

Mercury засмотрелась на молодежь // Ритейлер пытается привлечь к люксу новое поколение

В России подскочили цены на съем квартир