Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

د کانونو او پټرولیم وزارت د قاچاق مخنیوي لپاره مېکانېزم جوړ کړی

0
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د هلمند ولایت د کاني زېرمو د مدیریت، له استخراجي فرصتونو څخه د سالمې ګټه اخېستنې پر مسئلې ټینګار کوي.


د دغه وزارت ویاند محمد عزیز غروال نن شنبه (د کب ۲۳مه) ازادي راډیو وویل چې په دې اړه جدي بحث شوی څو د قاچاق او غیرقانوني کیندنو مخنیوی يې وشي.


نوموړي وویل چې وزارت د قاچاق د مخنیوي لپاره یو مېکانېزم هم جوړ کړی دی.


د کانونو او پټرولیم وزارت او د هلمند ولایت محلي ادارې، په هغه ولایت کې د کانونو د غوره مدیریت په اړه لازمې سلا مشورې کړي دي.


ښاغلی غروال وایي، د هلمند د حوزې د نفت او ګازو د سروې لپاره د وزارت د پلانونو ترڅنګ د نورو کاني زېرمو د اقتصادي څېړنو په اړه هم خبرې شوي.


چارواکي وایي، هلمند د کاني زېرمو پراخ ظرفیت لري چې د واضح مېکانیزم په رڼا کې له دې ظرفیتونو د کاري فرصتونو د ایجادولو، د ولسي مشارکت د پیاوړتیا او د اقتصادي رفاه لپاره به اغېزناکه ګټه به واخېستل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса