پاپ فرانسېس: د سوریې کورنۍ جګړه د اوسني عصر تر ټولو بد بشري بحران دی
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس د سوریې کورنۍ جګړه د اوسني عصر تر ټولو بد بشري بحران وباله.
پاپ فرانسېس پرون په واتیکان کې د اوونیزې دعا پر مهال وویل، د دې کورنۍ جګړې د ۱۰ کلونو پوره کېدل باید ټول وهڅوي چې د یوه ځورېدلي ملت لپاره یوه هیله ورکړي.
پاپ فرانسېس زیاته کړه: "راځئ ټول په ګډه خدای ته لاس په دعا شو چې په شهیده سوریه کې دا لوی کړاو هېر نهشي او زموږ پیوستون هیلې راژوندۍ کړي."
د ۲۰۱۱م کال د مارچ په نیمايي کې د سوریې په ګډون په ځینو عرب هېوادونو کې ډیموکراسۍ پلوه مظاهرې پیل او د ځینو نظامونو د سقوط سبب شوې.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي تر تېرې ډسمبر میاشتې پورې په سوریه کې درې لکه ۸۷ زره او ۱۱۸ کسان وژل شوي دي چې له دې جملې یو لک او ۱۶ زره او ۹۱۱ تنهیې ملکیان دي.