Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

طالبان: د افغان سولې په اړه تېر ماخوستن دوحه کې یوه درې اړخیزه غونډه وشوه

0
طالبان: د افغان سولې په اړه تېر ماخوستن دوحه کې یوه درې اړخیزه غونډه وشوه

په داسې حال کې چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر جاوېد احمد وایي، په قطر کې د افغان سولې خبرې په ټپه درېدلي او باید بل ځای ته ولېږدول شي، طالبان د سولې په اړه تېر ماخوستن په دوحه کې د یوې درې اړخیزې غونډې د ترسره کېدو خبر ورکوي. 

ښاغلي احمد له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د دې خبرو کوربه قطري چارواکو هغسې چې لازمه ده، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره پر طالبانو کافي فشار نه‌دی راوستی. 

خو د طالبانو د دوحې دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل چې تېر ماخوستن په دغه درې اړخیزه غونډه کې د سولې او د افغانستان پر وضعیت خبرې وشوې.

د هغه په وینا دا غونډه د طالبانو د مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېخ عبدالحکیم حقاني، د قطر د صدراعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوو ترمنځ‌یې وشوه.

ښاغلی نعیم زیاتوي: "په ناسته کې د دوحې د توافق‌نامې د تطبیق، د افغانستان پر روان وضعیت او د بین‌الافغاني مذاکراتو د روان بهیر په اړه خبرې وشوې او نظرونه تبادله شول."

ټاکل شوې روانه اوونۍ د مارچ په ۱۸مه مسکو او د اپرېل په میاشت کې د ترکیې استانبول ښار د افغان سولې په اړه د دوو غونډو کوربانه وي.

طالبانو او د افغانستان دولت ویلي چې په دې غونډو کې د خپلو پلاوو د ګډون په اړه غور کوي، خو تر اوسه‌یې د دغو پلاوو ترکیب نه‌دی اعلان کړی.

د استانبول غونډه چې امریکا وړاندیز کړې، مشري به‌یې ملګري ملتونه کوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Уимблдон

Медведев рассказал, как ударился головой перед матчем с Уиллисом на Уимблдоне в 2016 году






Бурятский госцирк представил новое руководство: Театр и цирк, Россия и культура, дети

«Разговоры о важном»: как пройдет урок русского языка 12 мая

Движение поездов на южном участке серой ветки метро Москвы восстановлено

Какие праздники отмечаются 13 мая 2024 года, что важного произошло в этот день