Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

جګړو کندهار ته '۱۸ زره کورنۍ' بې‌ځايه کړي

0
جګړو کندهار ته '۱۸ زره کورنۍ' بې‌ځايه کړي

په تېرو درېیو میاشتو کې د کندهار د یو شمېر ولسواليو او جنوبي ولايتونو څخه ۱۸،۰۰۰ کورنۍ د جګړې له امله بې‌ځايه شوې دي.

دغه کورنۍ چې په سخت حالت کې ژوند کوي د سرپناه په ګډون لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د مهاجرینو ریاست مخته په لسګونه کسان چې ډېری یې مېرمنې دي د مرستې لپاره په تمه هغه کورنۍ دي چې د وروستیو جګړو له امله د کندهار د یو شمېر ولسوالیو او دغه‌راز د ګاونډیو ولایتونو ارزګان او هلمند څخه راکډه شوي دي.

د زرمینې په نوم یوه مېرمن وايي چې په ډېر بد حالت کې له خپله کوره راوتلې او اوس په دوه اطاقه کور کې له شپږو نورو کورنیو سره اوسېږي.

زرمینه زیاتوي: "موږ د جنګو څخه راغلي یو، غواړو چې زموږ سره مرسته وشي، غواوې مو پاته شوي، کورونه‌یې راونړول، اوس دومره نه‌لرو چې ماشومانو ته‌يې ورکړو، د سرپناه ځای نه‌لرو، یو دوه کوټې ځای یو چا راکړی شپږ کوره په‌کې اوسېږو، کورونه مو پاته شول، باغونه مو پاته شول، موږ دې ځای ته څه کول خو خدای پاک اوس دې ځای ته مجبوره کړو."

زرمینه د هلمند ولايت د سنګین ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته راغلې ده.

دا وایي، خاوند او زوی یې په جګړه کې وژل شوي او اوس مجبوره ده چې خلکو ته د فقر لاس وغځوي.

زرمینې وویل: "زه خپله کونډه ښځه یم، ولاکه دومره لرم چې یا یې وخورم یا یې واغوندم، دلته مو سرای په کرایه دی، د درېیو میاشتو کرایه پر یوه ځای غواړي، هلته‌يې پر موږ کورونه ونړول اوس زما ګوزاره په فقر ده چې مجبوره نه‌وي په دغه ژمي سړه هوا کې له کوره وځي!؟"

د هلمند د نادعلي څخه د جګړو له وېرې کندهار ته راغلې یوه بله کورنۍ چې ۱۲ غړي لري او د سړک پر غاړه‌یې اړولي د خوراک لپاره وچه ډوډۍ په مساجدو کې ټولوي.

دی وايي: "زه د هلمند څخه راغلی یم، دلته جګړو پسې راخیستي یو، دغسې در به دره ټوکر ټوکر خلک یو پر دغه وچه ځمکه ناست یو، دغه شیان مو دي چې دلته پراته دي، یوه سورۍ ستن مو ولاکه را ایستلي وي، هغه شی چې مو په وس کې وو هغه مو راواخیستل، تېره شپه دغه ځای ته راغلو په دغه هدیرو کې پراته وو، کوچنیان مو یخ وهلي دي، ټول مریضان دي، برایي ماښام د دغه مسجدونو څخه‌يې ډوډۍ راټوله کړه، موږ ته‌یې راکړه موږ وخوړه، نن سهار راغلو دغه دی تر اوسه پورې ناست یو، د دغه هوټلونو څخه‌يې یوه ډوډۍ او نیمه ډوډۍ يې موږ ته راوړه، وموخوړه."

عبدالسلام یو بل کډوال دی چې په جګړه کې یې کور نړېدلی اوس تر شنه اسمان لاندې د سرپناه او نورو مرستو انتظار کوي.

عبدالسلام وویل: "نور هلته ټول تر خاورو لاندې شول، یوازې مو دغه د خوب شیان را ایستلي دي، په ټول جېب کې تر ۳۰ افغانۍ ولاکه اضافه لرم، موږ حیران یو چې تر یو ځایه ځان ورسوو، دغه رقم در په دره خاک په سره یو، د مؤسسې مخ ته مو اړولي هغه ولاکه پوښتنه لا راباندې کوي چې دا اوس چه شي ته راغلي دي، باید یو پوښتنه‌يې پر موږ باندې کړې وای."

په عین وخت کې د کندهار د کډوالو چارو ریاست وايي په تېرو درېیو میاشتو کې کندهار ښار ته د شاوخوا ولسواليو او جنوبي ولايتونو څخه شاوخوا ۷،۵۰۰ کورنۍ د جګړې له امله رابې‌ځايه شوې دي.

د دغه ریاست د معلوماتو په اساس ۱۰،۵۰۰ نورې کورنۍ بیا د ولسواليو امن سيمو ته له خپلو مېنو بې‌ځايه شوي دي.

د کډوالو چارو رئیس دوست محمد نایاب وايي چې د دې جملې څخه د ۲،۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي، غير خوراکي توکو او د نغدي پیسو مرستې شوي.

ښاغلی نایاب وايي: "د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د کندهار ولایت ډنډ، ارغنداب، پنجوايي، ژړۍ، میوند، ارغستان، شاه ولي کوټ ولسوالۍ همداراز د روزګان او هلمند ولایتونو څخه شااوخوا ۷،۵۰۰ دلته د کندهار ولایت مختلفو ناحیو ته رابې‌ځایه شوي چې د دې جملې څخه شااوخوا ۲،۲۹۷ کورنیو ته د کندهار د کډوالو چارو ریاست ادارې په همکارۍ مرستې رسېدلي چې په دې کې غذايي، غیر غذايي مواد او نغدي مرستې شاملې دي."

بل‌خوا په جنوب کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسؤلان وایي، د بې‌ځايه شویو کورنیو اوسنی حالت يو بشري ناورين دی.

د دغه کمېسيون رئیس سلطان محمد عايل وايي، ورځ تر بلې د خلکو بې‌ځايه کېدل ډېرېږې خو هغوی ته د ژوند کولو هېڅ شرايط نه‌دي برابر شوي.

ښاغلي عایل زیاته کړه: "متأسفانه په کندهار ولایت کې د جګړو له امله د بې‌ځایه شويو تعداد ورځ تر بلې زیاتېږي، په داسې حال کې چې هغوی ته د ژوند شرایط لکه څرنګه چې لازمه ده مناسب نه‌دي، سړه هوا د مناسبې سرپناه نشتوالی، غذايي مواد او اوبو ته په صحي توګه نه‌لاسرسی، د اړوند بنسټونو له لوري د هغو د تثبیت چارې په ځنډ ترسره کېدل او نورو لومړني خدمتونو ته د بې‌ځايه شویو محدود لاسرسی ټول هغه موارد دي چې د بې‌ځایه شویو ژوند يې د بېلابېلو ستونزو سره مخ کړی او هم دغه موارد زموږ د ژورې خواشینۍ وړ دي."

په تېرو درېیو میاشتو کې په کندهار او ګاونډيو ولایتونو کې ۱۸ زره کورنۍ پر داسې مهال بې‌ځایه شوي چې د اټکل له مخې په پسرلي او دوبي کې د جګړو د زیاتوالي سره ممکن د بې‌ځایه شویو کورنیو شمېر تر دې څو چنده زیات شي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко испытала проблемы после снятия Рыбакиной с турнира в Риме






Разыгран рекордный суперприз «Спортлото «4 из 20». Житель Челябинской области выиграл более 607 миллионов рублей

Самолет с россиянами на борту стал свидетелем непонятного странного объекта в небе

Молодожены из Алтайского края попали в Книгу рекордов России

Биржа Петербурга приостановила торги ценными бумагами