د ارمنستان ځواکونه پراخ پوځي تمرینات پیلوي
د ارمنستان ځواکونه نن پراخ پوځي تمرینات ترسره کوي، تر دې یوه ورځ مخکې اذربایجان د زرګونه پوځیانو په ګډون څلور ورځني تمرینات سر ته ورسول.
د ارمنستان د دفاع وزارت مرستیال ارمان سرکسیان وویل، وروسته تر دې چې تېر منی ارمنستان په نګورنو-قرهباغ سیمه کې له اذربایجان څخه ماتې وخوړه دا د دغه هېواد لومړي مهم پوځي تمرینات دي.
د ارمنستان دفاع وزارت وایي، دا تمرینات به تر شنبې دوام وکړي او پهکې به ۷،۵۰۰ عسکر، نږدې ۱۰۰ ټانکونه او زرهدار ګاډي، یو شمېر الوتکې، دافع هوا او توپخانې نه کار واخیستل شي.