Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

عبدالله عبدالله سبا په مسکو غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي

0
عبدالله عبدالله سبا په مسکو غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر سبا د افغان سولې لپاره د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي. 

د دې شورا سلاکار مجیب‌الرحمن رحیمي ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې دا خبره تأیید کړه او ویې‌ویل، یو شمېر نور سیاستوال به هم له ښاغلي عبدالله سره په دې سفر کې ملګري وي، خو ده د دې نورو نوم وانه‌خیست.

ښاغلی رحیمي زیاتوي: ​"د افغانستان اسلامي جمهوریت د مصالحې عالي شورا تر چتر لاندې په دې غونډه کې برخه اخلي او له یوه واحد دریځه به د افغانستان د اسلامي جمهوریت لیدلوری بیان کړي." 

د حکومت یوه سرچینه چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له کبله د هغه نوم واخیستل شي، وایي په دې سیاستوالو کې چې له ښاغلي عبدالله سره به په دې سفر کې ملګري وي، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د ولسمشر پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، د ولسمشر پخوانی مرستیال محمد کریم خلیلي او یو شمېر نور چارواکي دي. 

طالبانو ویلي دي چې د دوی ۱۰ کسیز پلاوی به د دوی د سیاسي دفتر د رئیس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د مسکو په غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ ده، برخه واخلي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Анна Блинкова

Россиянки Аванесян и Блинкова вышли во второй тур турнира в Риме






В Наро-Фоминске ликвидировали крупный пожар в ангаре

Курсант из Владивостока растрогал любимую девушку во время праздничного шествия

Гол Чалова с пенальти принес ЦСКА победу над «Зенитом» в матче РПЛ

Тарифы на железнодорожные перевозки из Китая в Россию и Белоруссию резко возросли