Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

افغانستان کې ښوونکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق پيل شو

0
افغانستان کې ښوونکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق پيل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس ضد وکسین د تطبیق درېیم پړاو پیل کړ.

د واکسین د تطبیق په دې پړاو کې عامې روغتیا وزارت پلان لري چې د ښوونځیو او پوهنتونونو ۴ لکه ښوونکي واکسین کړي.

د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي ازادي راډيو ته وویل: "نن په رسمي ډول د کابل په الفتح لېسه کې استادانو ته د کرونا وکسین د تطبیق عملي چارې پیل شوې، موږ د کرونا ویروس د واکسین د تطبیق په څلورمه اوونۍ کې یو."

خو یو شمېر ښوونکي انتقاد کوي او وايي، په داسې حال کې چې ښوونکي د ټولنې له نورو غړو زیات د کرونا ویروس له خطر سره مخ دي په درېیم پړاو کې د دوی لپاره د کرونا ویروس د واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټول افغانستان کې ۴۵ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین رسېدلی دی.

دغه وزارت وايي چې تر دې دمه هندوستان ۵۰۰ زره دوزه واکسین او دغه‌شان د واکسین نړیوالې ادارې ۴۶۸ زره دوزه واکسین له افغانستان سره مرسته کړې او ټاکل شوې چې د کواکس نړیواله اداره ۱۶ ملیونه او چین ۴۰۰ زره دوزه واکسین افغانستان ته ورکړي.

د دې واکسین له تطبیق وروسته شدیده تبه، ځان درد او د ستړیا احساس هغه څه دي چې د عامې روغتیا وزارت‌يې جدي ستونزې نه‌ګڼي او وايي چې دا علایم د واکسین د مثبت اثر نښې دي.

عامې روغتیا وزارت وايي چې له دې پړاو وروسته به له ۱۸ کلونو د لوړ عمر لرونکو عامو افغانانو ته د دې واکسین د تطبیق چارې پيل شي.

د کرونا ویروس ضد واکسین د عملي تطبیق چارې د روانې حوت میاشتې په پنځمه پیل شوې چې لومړي سر کې روغتیا پالانو او د رسنیو یو شمېر کارکوونکو ته تطبیق شو، خو یو شمېر خلک انتقاد کوي چې تر ډېره لوړپوړو دولتي چارواکو ته د واکسین په تطبیق کې لومړیتوب ورکړل شوی دی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Потапова проиграла Остапенко во втором круге турнира WTA 1000






Гол Зобнина принес «Спартаку» победу над «Краснодаром» в матче РПЛ

В Пензе стартовали соревнования по спортивному ориентированию

Деньги начали "гореть": россиян призывают спасать свои сбережения

Врач посоветовал положить в аптечку для пикника средства от обезвоживания