کرنې وزارت فراه کې د مېرمنو لپاره ۲۹۰ شنې خونې جوړې کړي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د مېرمنو اقتصادي ځان بساینې لپاره په فراه کې د شنو خونو شمېر زیات کړی دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه (د کب ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې سږکال په ټول هېواد کې له هغې ډلې په فراه کې سلګونه شنې خونې جوړې شوي دي.
نوموړي وویل چې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه فراه کې ۲۹۰ شنې خونې جوړې کړي دي.
دغه پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له لارې پلي شوي.
د دغو شنو خونو له شمېر ۱۸۱ یې لویې او ۱۰۹ یې وړې دي.
د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه د کرنې وزارت د هغو پروژو په ډله کې ده چې په افغانستان کې د کوکنارو د کرکېلي د کچې ټیټولو او د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو توکو دودولو په برخه کې فعالیت کوي.