مالیې وزارت له افغانستان بانک سره یو تړون لاسلیک کړ
د افغانستان مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ د تادیاتو سیسټم ډیجیټلي کولو تړون لاسلیک شو.
د افغانستان بانک د تادیاتو د څانګې مشر میر عزیز بره کي د دې سیسټم د ډیجیټلي کولو د هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل، د دې سیسټم له لارې د بانکونو ترمنځ د تادیاتو سیسټم د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکاتو سیسټم سره وصل شوی دی.
د ښاغلي بره کي په خبره، له دې وروسته خلک کولی شي چې د مالیې وزارت تعرفې په برېښنایي ډول، د افغانستان عوایدو کې ور زیات کړي.
نوموړی زیاتوي، د دې سیسټم د عملیاتي چارو درېدو په اړه هېڅ ډول اندېښنه نشته ځکه چې درې دستګاوې لري چې لومړی د افغانستان بانک، دوهمه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او درېیمه له هېواده بهر موجوده ده.
د مالیې وزارت او د افغانستان بانک مسوولین وایي، دواړو لورو په یاد سیسټم له تېرو لسو کلونو کار کړی، څو د عوایدو د ټولولو پروسه شفافه او په څو دقیقو کې ترسره شي.
د دوی په خبره ۱۷ مالي سکټورونو د تادیاتو ډیجیټلي سیسټم سره وصل شوي دي.