د شاداب په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوند پر لومړنۍ کنګرې ډزې
د عنایت الله شاداب په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوند څانګه ادعا کوي چې کابل کې د دوی لومړنۍ کنګره د صلاح الدین رباني وسله والو کسانو ګډه وډه کړې ده.
د ښاغلي شاداب په مشرۍ د جمعیت ګوند د رسنیو مسول مرتضی جلالي ازادي راډيو ته وویل، دغه شخړه اوس پای ته رسېدلې: "دوی نن څو وسله وال کسان را ولېږل او په هوټل کې یې زموږ غونډه ګډه وډه کړه، خو محفل په خپل ځای دی، کومه خاصه خبره نشته، وضعیت زموږ د امنیتي ساتونکو په کنټرول کې دی."
ده وویل چې دې وسله واله شخړه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي چې د استقلال هوټل له شااوخوا چې دا غونډه په کې روانه وه، د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند ویاند عبدالفتاح احمدزي بیا دا ادعا ناسمه بللې او ویلي یې دي، د دوی هیڅ وسله وال او یا هم غیر وسله وال کس دغې غونډې ته نه دی ورغلی.
د ویلو ده چې د جمعیت ګوند د څانګو دا مخالفت د دغه ګوند د کلنۍ کنګرې په اړه دی، د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور پلویان غواړي چې دا کنګره ترسره کړي چي حزب له میراثي کېدو وژغوري، خو د صلاح الدین رباني پلویان بیا دا کار غیر عادلانه بولي.