Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

کابل کې چاودنې د مخابراتو وزارت د یوه کار کوونکي په ګډون ۴ تنه وژلي

0
کابل کې چاودنې د مخابراتو وزارت د یوه کار کوونکي په ګډون ۴ تنه وژلي

په کابل ښار کې په دولتي مامورینو چاودنه شوې، د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، د کابل ښار په ۱۷ ناحیه کې چاودنې ۴ کسه وژلي او ۹ نور یې ټپان کړي.

د پنجشنبې په سهار کابل ښار کې پر هغه کاسټر موټر چې د ګڼو دولتي ادارو مامورين په کې سپاره چاودنه شوې .

د کابل پولیس وايي، په دې چاودنه ملکي کسانو ته زيان اوښتی.

د کابل قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز زیاته کړه: "ترهګرو نن سهار يو ځل بيا ملکي کسان په نښه کړه، په دغه چاودنه کې ۴ کسه وژل شوي چې يوه په کې مېرمن ده او ۹ نور ټپيان دي، پېښه د پوليسو له خوا تر څيړنې لاندې ده."

د نننۍ چاودنې په قربانيانو کې د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت کارکونکي هم شامل دي.

د دې وزارت وياند نصرالله نصرت ناصري له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي: "له بده مرغه په نننۍ پېښه کې په هغه کاسټر موټر کې چې د نورو دولتي ادارو مامورينو په کرايه نيولی وو، د مخابراتو وزارت کار کوونکي په کې هم شامل و، په دغه چاودنه کې د دې وزارت يو کس وژل شوی او يو بل ټپي شوی."

د ښاغلي ناصري په خبره، وژل شوي کس د وزارت خدمتي مامور و.

په افغانستان کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په يوه اعلاميه کې دغه بريد غندلی او د ملکي وګړو هدف ګرځول يې د بشر ضد جنایت، ظالمانه او د ټولو اسلامي، اخلاقي او انساني ارزښتونو خلاف  عمل بللی.

هغه ويلي، په اوسنيو شرايطو کې بايد د تاوتريخوالي کچه راټيټه شي.

دا په روانه اوونۍ کې په کابل ښار کې دوهم کاسټر ډوله موټر دی چې دولتي مامورين په کې په نښه کېږي.

د تيرې سې شنبې په ورځ هم په کابل  ښار کې په يو کاسټر ډوله موټر  چسپکي ماين چاودنه وکړه چې له امله يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درې کار کوونکي چې ښځې هم په کې شاملې وې ووژل شوې.

لا تر اوسه د دې چاودنو مسوليت چا نه دی منلی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Уимблдон

Финалистка юниорского Уимблдона-2023 получила временное отстранение за допинг






Экс-игрок "Спартака" Бушманов: клубу нужен более опытный тренер, чем Слишкович

В медорганизациях Москвы работают около 50 тыс. медсестер и медбратьев — Собянин

«Иркутск» уступил на выезде «Чертаново»

Диетолог Соломатина рассказала о пользе и вреде вареных раков