Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

بایډن: افغانستان کې به تر نوومبره د امریکایي ځواکونو ماموریت وغځوو

0
بایډن: افغانستان کې به تر نوومبره د امریکایي ځواکونو ماموریت وغځوو

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه امریکایي ځواکونه تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي، خو د امریکا ولسمشر جو بایډن لېوالتیا ښودلې چې تر نوومبر میاشتې پورې به د امریکایي ځواکونو موده وغځوي.

تازه د امریکا 'اېن.بي.سي' ټلوېزوني شبکې د یوې باخبره امریکایي سرچینې په حواله خبر ورکړی چې بایډن د خپل ملي امنیت د ټیم له غړو سره په وروستي خبرو کې په مې میاشت کې له افغانستانه د متحده ایالاتو د ځواکونو له اېستلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې تر نوومبر میاشتې د امریکایي پوځویانو د پاتېدو په اړه غور کوي.

جمهور رئیس بایډن د 'اېن.بي.سي'  امریکایي ټلوېزیوني چینل سره په مرکې کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، ویلي چې دا به د امریکا لپاره "سخته" وي چې له ټاکلي نېټې سره سم له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسي.

که تر نومبر میاشتې د امریکایي ځواکونو موده وغځول شي دا به د دوحې تړون خلاف وي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی وو.

په دې تړون کې چې امریکا د طالبانو سره د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په میاشت کې په قطر کې لاسلیک کړ، موافقه شوې وه چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د مې د میاشتې تر پایه به ټول امریکایي عسکر له افغانستانه وځي.

د دوحې هوکړې پر اساس طالبان باید تاوتریخوالی کم او د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، خو د 'اېن.بي.سي' د راپور پر اساس طالبانو په خپله ژمنه عمل ونه کړ او شرایطو ته په کتو اړتیا ده چې دا موده وځیږي.

دا چې د امریکایي ځواکونو د پوځي حضور دوام به په سوله او جګړه څه اغېزې ولري؟

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، له امریکا سره د طالبانو هوکړه یوازې بهرنیان خوندي کړي او دا پرېکړه به هم د جګړې په مهارولو کوم اغېز ونه لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ نن جمعه (د کب ۲۹مه) ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر هوکړې وروسته په افغانستان کې د امریکایانو سرونه خوندي دي او افغانان لا هم وژل کېږي، که بهرنیان ووځي او که ونه وځي د جګړې د مهارولو په نظام کې د سیاسي مشارکت لپاره یوازینۍ حل لار سوله او اوربند دی چې د مذاکراتو له لارې راتلی شي."

بل لور ته وسله والو طالبانو هم خبرداری ورکړی چې که امریکايي ځواکونه له هوکړې سره سم او تر ټاکلي ضرب الاجل پورې له افغانستانه بهر نه شي، پر دې ځواکونو به له سره بریدونه پیل کړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو د امریکایي ځواکونو د مودې غځولو په تړاو د طالبانو نظر هم ولري، خو دې ډلې تر اوسه څه نه دي ویلي.

جو بایډن په داسې وخت کې له افغانستانه د عسکرو د اېستلو یا نه ایستلو په هکله پریکړه کوي چې په افغانستان کې د مؤقتي ادارې او سولې په هکله بحثونه تاوده شوي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Елена Рыбакина напугала болельщиков перед защитой титула






Евгений Аверин. Объекты инверсивной силы

Более 100 тысяч человек посетили 9 Мая Музей Победы

"Чтобы задачи решались с минимальными потерями": Путин встретился с командирами участвующих в СВО подразделений

Мужчина поджег спутницу во время свидания в Москве