د شنو ممیزو د پروسس برخه کې د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو
د شنو ممیزو د پروسس او صادراتو په برخه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شوه.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه تړون نن شنبه (د کب ۳۰مه) د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې او د انار کرنیزو خدماتو شرکت ترمنځ اسلیک شو.
چارواکي وایې، دا پروژه د هېواد د ملي اقتصاد په وده کې ستر رول لوبولی شي او د ځان بسایني په لور یو ستر ګام دی.
د کرنې وزارت وایې، د دې پروژې په پلي کولو سره به د صادراتو کچه لوړه او د ښځینه او نارینه کارګرانو لپاره د کار زمینه برابره شي او د معیاري پروسس وروسته به په کور دننه او همدارنګه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېږي.
د کرنې وزارت په وینا، په راتلونکو اوونیو کې به څلور نور ورته هوکړه لیکونه له خصوصي شرکتونو سره په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شي.