Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

حمد الله محب: امنیتي سکټور کې وروستي بدلونه د اصلاحاتو په هدف شوي

0

د افغانستان د جمهور رئیس د یوې پریکړې پر بنسټ تېره ورځ د کورنیو چارو وزیر مسعود انداري له دندې لېرې او پرځای یې د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات وټاکل شو.

د جمهور رئیس د دې پریکړه په اړه د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله غبرګون وښود.

د ښاغلي عبدالله د دفتر له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پریکړه د سیاسي هوکړې خلاف عمل دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې پرته له کوم موجه دلیل څخه د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزیر محمد مسعود اندرابي د ګوښه کېدو او پرځای یې د نوي سرپرست معرفي کولو پرېکړه عجولانه ده او د د داسې پرېکړې کول د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د ګټو خلاف او د نه منلو وړ ده.

د مصالحې عالي مشر عبدالله عبدالله دې غبرګون ته بیا د جمهور رئیس د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن شنبه په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، په امنیتي بنسټونو کې بدلونونه د اصلاح لپاره دي او ټاکل شوي کسان وړ دي.

ښاغلي محب د عبدالله عبدالله غبرګون ته په ځواب کې وايي، له نوموړي سره به د خبرو له لارې دغه ستونزه حل شي:" د نویو مقرریو په اړهم نن سهار له ښاغلي عبدالله عبدالله سره وغږېدم، پوهېږم چې ناخوښي شته خو هڅه کوو چې سیاسي حل لاره ورته پیدا کړو."

حیات الله حیات له دې وړاندې د هلمند، ننګرهار او کندهار ولایتونو والي پاتې شوی و.

دغه نوي بدلونونه داسې مهال دي چې د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي د غني او عبدالله ترمنځ د ساسي هوکړې له مخې د عبدالله له خوا په معرفي شوېو وزیرانو کې و.

ښاغلي اندرابي د روان کال د قوس په میاشت کې له ولسي جرګې د باور رایه هم اخېستې وه.

د جمهور رئیس د ورستۍ پرېکړې پر بنسټ دغه شان د دفاع وزیر اسدالله خالد پرځای لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا او د کورنیو چارو وزارت لومړي معاونیت ته ستر جنرال محمد ایوب سالنګي معرفي شوي دي.

بل خوا اسدالله خالد بیا په افغانستان کې له یو خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه ویلي چې د ده تر رغېدو پورې به یاسین ضیا د خپلې دندې ترڅنګ د دفاع وزارت سرپرستي هم پر غاړه ولري.

دغه بدلونو داسې مهال دي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب وايي، په تېر لمریزکال کې د ملکي کسانو پر وړاندې تاوتریخوالی۲۴ سلنه زیات شوی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Шнайдер вышла в третий круг турнира WTA-1000 в Риме, победив Самсонову в российском дерби






15-летняя москвичка разбилась при падении с высоты 11 этажа во время фотосессии

В Томске круглосуточно работают пункты серопрофилактики

Закредитованность россиян выросла до ₽36,6 трлн

«Бавария» объявила об уходе Шупо-Мотинга и Сарра