Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

د امریکا دفاع وزیر: متحدین دې له روسیې د پوځي تجهیزاتو له اخیستلو ډډه وکړي

0
د امریکا دفاع وزیر وايي د دوی متحدین دې د بندیزونو د مخنیوي لپاره له روسیې څخه د پوځي تجهیزاتو له اخیستلو ډډه وکړي.


لوید استین پرون په نوې ډهلي کې له خپل هندي سیال راجنات سېنګهـ سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته دا خبره وکړه.


د استین دا څرګندونې داسې مهال شوي چې هند په پام کې لري له روسیې څخه «اس-۴۰۰» دافع هوا سیستم وپېري. د دې معاملې لومړنی لګښت په ۲۰۱۹  کال کې ورکړل شوی دی او تمه ده د میزائیلو د بطریو سیټ د روان کال په وروستیو کې هند ته ورسېږي.


ډهلي ته د لوید استین تر سفر دمخه امریکایي سناتور باب میننداز چې د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر دی، له دفاع وزیر څخه وغوښتل چې له روسیې څخه د هند له‌خوا د پوځي تجهیزاتو د اخیستلو په برخه کې د بایډن د ادارې دریځ تکرار کړي.


دغه سناتور په یوه لیک کې جنرال استین ته ویلي چې د هند دا اقدام د امریکا او هند ترمنځ دفاعي همکاري ګواښي او ویلي یې دي چې هند ته دې د بندیزونو خبرداری ورکړي.


متحده ایالاتو تېر کال له روسیې څخه د «اس-۴۰۰» سیستم د اخیستلو له کبله پر ترکیې بندیز لګولی وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса