Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

امریکا کې د روسیې سفیر نن د اضطراري سلا مشورې لپاره مسکو ته ستون شو

0
د امریکا متحده ایالاتو لپاره د روسیې سفیر نن د اضطراري سلا مشورې لپاره مسکو ته ستون شو.


د امریکا د ولسمشر جو بایډن له‌خوا د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین ته د «قاتل» خطاب کولو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ نور هم زیات کړ.


ولسمشر بایډن دا خبره څو ورځې مخکې په یوه ټلویزیوني مرکه کې وکړه چې وروسته ولادیمیر پوتین سم د لاسه په ځواب کې وویل چې د امریکا ولسمشر ته د ښه صحت هیله کوي. ده ویلي وو خلک هغه څه چې په ځان کې ګوري، په نورو کې هم ګوري.


تر دې مخکې د امریکا په یوه استخباراتي راپور کې ویل شوي و چې ولسمشر پوتین د روسیې ځینو حکومتي ادارو ته سپارښتنه کړې وه چې د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د بل کاندید ډونالد ټرمپ په پلوي لاسوهنه وکړي. 


کرملېن دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، دغه راپورونه بې‌اساسه دي.


د واشنګټن لپاره د روسیې سفیر اناتولي انتونوف نن مسکو ته ورسېد، روسیې تېره اوونۍ د ده د وربللو غوښتنه کړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса