Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

د پاکستان صدراعظم عمران خان مېرمن هم په کرونا ویروس اخته شوه

0
د پاکستان د صدراعظم عمران خان ترڅنګ د هغه مېرمن هم په کرونا ویروس اخته شوې ده.


دا په داسې حال کې ده چې صدراعظم خان څو ورځې مخکې د کرونا ضد واکسین لومړۍ ستن لګولې وه چې د روغتیا وزارت او نورو چارواکو په حواله پوره نه‌و واکسین شوی.


د صدراعظم ځانګړي روغتیایي سلاکار فیصل سلطان په یوه ټویټ کې ویلي چې عمران خان ځان په کور کې له نورو جلا کړی دی.


ښاغلي سلطان نن ویلي چې د صدراعظم د مېرمنې او د صدراعظم په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د دوو نورو لوړ رتبه چارواکو ټېسټ هم مثبت و.


صدراعظم عمران خان تېره پنجشنبه د سینوفارم په نوم کرونا ضد واکسین لګولی و چې تر اوسه په پاکستان کې یوازنی لګول کېدونکی واکسین دی.


چین په فبرورۍ میاشت کې پاکستان ته د دغه واکسین پنځه لکه دوزه مرسته وکړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса