Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

د امریکا دفاع وزیر کابل ته راغلی

0
د امریکا دفاع وزیر کابل ته راغلی

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لوید استین په نااعلان شوي سفر نن کابل ته ورسېد.

د جمهوري ریاست یوې سرچینې چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، جنرال استین به له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم پر ځینو موضوعاتو خبرې وکړي.

د امریکا دفاع وزیر تر دې مخکې په هندوستان کې و او هلته‌یې له خپل هندي سیال سره د هند او امریکا ترمنځ د پوځي همکاریو پر دوام خبرې وکړې.

لوید استین په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې د طالبانو او واشنګټن د موافقې له مخې ټول امریکايي ځواکونه باید د مې میاشتې تر لومړیو له افغانستانه ووځي.

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، اداره‌یې تر نومبر میاشتې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پاتې کېدو غور کوي.

طالبانو بیا ټینګار کړی چې په دوحه کې د لاسلیک شوې موافقې له مخې باید امریکايي ځواکونه له ټاکلي مهالوېش سره سم له افغانستانه ووځي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Уимблдон

Медведев рассказал, как ударился головой перед матчем с Уиллисом на Уимблдоне в 2016 году






Geely, подвинься. Changan впервые вошёл в топ-3 по продажам иномарок в России

Москвичам рассказали, когда в столицу вернется тепло

Антонов: США не смогут поставить на колени компании РФ запретом на импорт урана

Посол Антонов: санкционная политика США не приносит нужных им результатов