Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

اروپايي هېوادونو کې د کرونا د تازه پېښو نوې څپه؛ د ټولبندۍ نوي تدابیر عملي کېږي

0
اروپايي هېوادونو کې د کرونا د تازه پېښو نوې څپه؛ د ټولبندۍ نوي تدابیر عملي کېږي

په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتېدو څو  هېوادونه اړ کړل چې د شنبې په ورځ د ټولبندۍ نوي تدابیر عملي کړي.

په پاریس او د فرانسې په ځینو نورو سیمو کې پرون د یوې میاشتې په مخه نیمه ښاربندي نافذه شوه. ویل کېږي چې نوي تدابیر به د دې هېواد له درې برخو  څخه یوه برخه وګړي اغېزمن کړي.

پولنډ هم د درې اوونیو په مخه نیمه ښاربندي اعلان کړه چې ورسره به په دې هېواد کې سوداګریز مرکزونه، هوټلونه، ښوونځي او د سپورټ جېمونه تړلي وي.

په اوکراین کې پلازمېنه کیف له حیاتي اړتیاوو پرته بشپړ تړل شوی او ښوونځي انلاین شوي څو په دې هېواد کې د کرونا ویروس د نویو پېښو لوړه شوې څپه راښکته کړي.

بریتانیا بیا توانېدلې ده چې د خپلو بالغو وګړو نیمايي برخې ته حد اقل د کرونا واکسین یوه ستن (دوز) ورسوي.  د دې هېواد د روغتیا وزیر ماټ هانکوک ویلي، دې چارې دا هېواد له پلان سره سم دې ته نږدی کړی چې د  ښاربندۍ تدابیر نرم کړي او کاروبارونه بېرته پرانیزي.

بریتانیا داسې وخت د کرونا ضد واکسین په رسولو کې پرمختګ کوي چې اروپايي ټولنه د واکسین د رسولو په برخه کې د محدودیتونو او خنډونو سره مخ ده او په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین وېش او رسول ورو پر مخ ځي.

د اروپايي ټولنې مشرې اورزولا فن دیر لاین ګواښ کړی چې که چېرې د دې ټولنې غړو هېوادونو ته د 'کووېډ-۱۹' پر ضد د استرازینیکا واکسین ژمنه شوې برخه ونه‌رسېږي دوی به د دې واکسین صادرات بند کړي.

نوموړې یوې جرمني رسنۍ ته ویلي "موږ د دې واکسین پر صادراتو د بندیز انتخاب لرو"   نوموړې زیاته کړه د "استرازینیکا کمپنۍ ته‌یې پیغام دا دی چې تاسو  باید  مخکې له دې چې نورو هېوادونو ته د واکسین استول پیل کړئ، له اروپا سره کړی قرارداد پوره کړئ".

بل‌خوا په ځینو اروپايي ښارونو لکه د جرمني په ځینو ښارونو، لندن، رومانیا او صربیا کې د کرونا ویروس سره د تړلو نویو سختو بندیزونو پر ضد پراخې مظاهرې شوې دي.

د کرونا وبا سره یو بل تړلی خبر وايي، د توکیو د المپیک د سیالیو تنظیموونکو د بهر څخه دې سیالیو ته د نندارچیانو په ورتلو بندیز اعلان کړی. له دې سره به دا لومړی ځل وي چې د المپیک سیالۍ د نړیوالو نندارچیانو له حضور پرته ترسره کېږي.

په لاتینه امریکا کې چیلي د کرونا وبا د پیل راهیسې دې هېواد کې په یوه ورځ  په کرونا د اخته شویو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ۷،۰۸۴ کسان  ثبت کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې دا هېواد هم د بندیزونو او هم د واکسین په برخه کې د نړۍ له مخکښو هېوادونو څخه دی. 

چیلي د خپل وګړو نږدې ۲۹ فیصدو ته د کرونا ضد واکسین لږترلږه یو دوز ورکړی او د هغو چې د دې واکسین دوه دوزه‌یې ترلاسه کړي شمېر بیا ۱۵ سلنه ښودل شوی.

برازیل کې هم د کرونا ویروس څپې زور اخیستې او دې هېواد په یوه ورځ ۹۰ زرو پورې د  'کووېډ-۱۹' نوې پېښې ثبت کړې دي. همدارنګه په دې هېواد کې په ورځني توګه د دې ویروس سره تړلې شااوخوا درې زره مړینې هم ثبت شوې دي.

د افغانستان په ګاونډ کې بیا د پاکستان صدراعظم عمران د نړۍ وروستی مشر شو چې په کرونا اخته کېږي.  نوموړی له هغې دوه ورځې وروسته په 'کووېډ-۱۹' اخته ګڼل شوی چې  چینايي سینوفارم (Sinopharm ) کووېډ ضد واکسین ورته وشو.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Карен Хачанов

Теннисист Хачанов вышел в третий круг "Мастерса" в Риме






Патриотическую акцию «Синий платочек» провели в Нижнем Новгороде в день прибытия «Поезда Победы»

В Москв таксист опоздал на вызов к пожилому пассажиру и прострелил ему бедро

Крестивший Белоусова священник заявил о его честности и патриотизме

В Петербурге пройдет III ярмарка современного искусства «1703»