Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

مزار شریف کې د ۱۴۰۰ کال د نوروز جشن ولمانځل شو

0
مزار شریف کې د ۱۴۰۰ کال د نوروز جشن ولمانځل شو

افغانانو په بلخ او نورو ولایتونو کې د نوروز جشن په لمانځلو سره ۱۴۰۰ هجري کال پيل کړ.

د څه باندې ۴،۵۰۰ کسانو په ګډون د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې حضرت علي ته په منسوب زیارت کې د جهنډې په پورته کولو سره د نوروز تر ټولو لوی جشن پیل شو.

په دغو مراسمو کې د بلخ والي فرهاد عظیمي تېر ۱۳۹۹ لمریز کال افغانانو ته یو ناخوښ او د ننګونو ډک کال وباله، خو هغه ویې‌ویل چې تمه لري په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به په هېواد کې سوله تأمین شي او پراختیايي پروژې به پلې شي.

هغه وویل: "هیله لرم چې د نوې پېړۍ په پيل سره زموږ په هېواد کې هم یوه نوې څپه پرانیسل شي. په کافي توګه مو درد تحمل کړ او ووژل شوو. بې‌پناه شوو، نږدې او لیرې دوست ته مو لاس اوږد شو. اوس وخت د بیا رغونې او د وران شویو ودانیو د جوړولو دی."

ښاغلي عظیمي همداراز د دولت له مخالفو وسله‌والو (طالبانو) وغوښتل چې له هېڅ قید او شرط پرته دې له افغان حکومت سره په اوربند موافقه وکړي.

خلک له کابله تر بلخه او له بلخ نه تر بامیان او ننګرهاره، ټول ۱۴۰۰ لمريز کال ته متفاوت لیدلوری لري.

ځیني هیله‌مند دي چې د دغه کال په اوږدو کې به په افغانستان کې سوله تأمین شي او د وینې تویېدو لړۍ به ودرېږي.

دوی له حکومت او طالبانو غواړي ترڅو اوربند اعلام کړي او وسله‌وال تاوتریخوالی ودروي.

۲۳ کلنه نګینه د بلخ ولایت اوسېدونکې ده.

دا یې په اړه داسې وايي: "په بلخ کې وضعیت ناامن دی. خلک وژل کېږي باید وینه تویونه ودرېږي."

۲۵ کلن منصور د کابل ولایت اوسېدونکی دی. دی وايي چې نور د انفجار، انتحار او اختطاف له خبرونو په تنګ راغلی او د راتلونکي په اړه اندېښمن دی.

دی سره له دې چې تېر لمریز کال د تاوتریخوالي ډک بولي، خو زیاتوي چې امنیتي ځواکونه باید د ترورېستانو د ناوړه فعالیتونو مخه ډب کړي.

هغه وویل: "۱۳۹۹ لمریز کال سره له دې چې ښه کال نه‌و، خو باید ځواکونه مو پیاوړي شي او د مخالفینو د تخریبي او ترورېستي فعالیتونو مخه ونیسي."

ځیني افغانان په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د حکومتي ادارو په تشکیل کې د ښځو د حضور د زیاتوالي غوښتنه کوي.

لکه مینا حسیني: "په حکومت کې باید ښځو ته ونډه ورکړل شي چې پراخ حضور ولري او کار وکړي."

ځیني نور بیا وايي چې د سولې په پروسه کې د بهرنیانو لاسوهنې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته نهیلي کړي او تمه نه‌لري چې ډېر ژر په هېواد کې سوله تأمین شي.

له دې ټولو سره سره، د ۱۴۰۰ لمریز کال نوروز په داسې حال کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې راتلونکې ته په هیله‌مندۍ او نهیلۍ لمانځل کېږي چې تېر کال د کرونا وبا له امله د هېواد په هېڅ ګوټ کې دا جشن ونه‌لمانځل شو.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Кто транслирует бой Табило против Джоковича на турнире Rome Masters 1000?






В Можайском округе обустроили три пешеходные дорожки

Большое пополнение животных прибыло в Екатеринбургский зоопарк

Антонов: США не смогут поставить на колени компании РФ запретом на импорт урана

Псковичи стали призерами соревнований по вольтижировке в Москве