Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو کابل ته د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر تبصرې کړي

0
یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو کابل ته د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر تبصرې کړي

یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو کابل ته د امریکا د دفاع د وزیر لوید استین په ناڅاپي سفر لیکنې او راپورونه خپاره کړي دي.

لوید استین پرون په کابل کې له افغان جمهور رئیس اشرف غني سره وکتل. د دوی د خبرو یو بحث د تاوتریخوالي کمېدل او د پایدارې سولې ټینګول ښودل شوي.

بلومبرګ

بلومبرګ په یوه لیکنه کې ویلي، استین افغانستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې له دې هېواد څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو ضرب‌الاجل نږدې کېږي.

د پخواني جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په دوره کې امریکا تېر کال فبرورۍ کې طالبانو سره په دوحه کې افغانستان ته د سولې د راوستلو په نوم یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به‌یې که چېرې طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي امریکايي سرتېري به د مې تر میاشتې پورې له افغانستان څخه په بشپړه توګه وځي.

طالبانو د امریکا له اوسني جمهور رئیس جو بایډن څخه غوښتي چې د دوحې هوکړه په بشپړه توګه عملي کړي، خو بلومبرګ په دې لیکنه کې د اې بي سي ټلوېزیون سره د جو بایډن وروستۍ مرکې ته اشاره کړې چې وايي، د روان کال تر مې میاشتې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتېرو ایستل ممکن، خو ستونزمن دی.

په لیکنه کې وړاندې لولو، استین د روان کال فبرورۍ میاشت کې ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د امریکا پر ستراتېژۍ به په غور سره بیا کتنه وکړي او دا چې د افغانستان حکومت او متحدان به‌یې حیران نه‌شي.

وال سټریټ ژورنال

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم په دې اړه لیکنه کړې او وايي دا لومړی ځل دی چې د بایډن د ادارې یو لوړپوړی چارواکی افغانستان ته سفر کوي.

لیکوال له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو په برخه کې رانږدې کېدونکي ضرب‌الاجل او د اې بي سي ټلوېزیون سره د جمهور رئیس بایډن وروستۍ مرکه هم یاده کړې ده. بایډن ویلي که چېرې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو ضرب‌الاجل تمدید هم شي د اوږده وخت لپاره به دوام ونه‌کړي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۲،۵۰۰ کسان ګڼلي دي.

خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې تازه د امریکايي، اروپايي او افغان چارواکو له خولې راپور ورکړی چې امریکا په افغانستان کې زر تنه اضافي سرتېري لري.

نیویارک ټایمز هم کابل ته د استین د سفر په اړه لیکنه کړې او په یوه برخه کې یې وايي چې د امریکا د دفاع وزیر تر دې سفر مخکې ویلي، اوسنی کړکېچ به په مسؤلانه ډول پای ته ورسوي.

وړاندې راغلي، استین د شنبې په ورځ هند کې خبریالانو ته په ډاډ وویل چې که جمهور رئیس بایډن ورڅخه وغواړي کولای شي ټول امریکايي ځواکونه د مې تر میاشتې له افغانستان څخه وباسي.

په لیکنه کې ویل شوي چې استین په نوروز کې کابل ته سفر کړی، هغه ورځ چې د داعش ډلې ګواښ کړی و بریدونه به په‌کې وکړي. د ورځپاڼې په وینا ښايي له همدې کبله د امریکا د دفاع وزارت نه‌غوښتل چې د دې سفر په اړه مخکې له مخکې رسنیو ته څه وايي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Хачанов победил Шевченко во втором круге турнира ATP в Риме






Привлекут всех членов семьи: как теперь суды будут рассматривать дела о банкротстве

Традиционный турнир по кудо в Нижнем Новгороде собрал более 200 спортсменов из разных регионов

Суд смягчил приговор осужденному за вымогательство у топ-менеджера Ростеха

Логопарк «Восточный порт» площадью 40 тыс кв м построят в Ленинском округе