Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

امریکا کې د یوې څېړنې موندنې: استرازینیکا واکسین په سلو کې ۷۹ اغېزمن دی

0
امریکا کې د یوې څېړنې موندنې: استرازینیکا واکسین په سلو کې ۷۹ اغېزمن دی

د بریتانیا او سویډن د درمل جوړولو ګډه کمپنۍ استرازینیکا وايي، په امریکا کې د دې کمپنۍ له‌خوا د کرونا ویروس پر ضد د جوړ واکسین د پرمختللو ازموینو نتایج ښيي چې دا واکسین په سلو کې ۷۹ اغېزمن دی. 

پر دې واکسین په امریکا کې په شویو تحقیقاتو کې ۳۰ زره رضاکارانو برخه اخیستې وه. د دې ډلې له درېیو دوو برخې خلکو ته استرازینیکا واکسین او پاتې کسانو ته د دې واکسین خیالي دوزونه ورکړل شوي وو. 

څېړونکي وايي استرازینیکا د زړو خلکو په ګډون د ټولو عمرونو لرونکو ناروغانو ته ګټور دی. دې واکسین ته له امریکا پرته په څه باندې ۵۰ هېوادونو کې د تطبیق اجازه ورکړل شوې، خو مخکې له دې د څو اروپايي هېوادونو په ګډون په ځینو ځایونو کې د هغه د اغېزمنتوب په اړه شکونه رابرسېره شوي وو. 

د درمل جوړولو دې کمپنۍ نن په یوه بیان کې وویل چې واکسین‌یې د 'کووېډ-۱۹' د علایمو په مخنیوي کې په سلو کې ۷۹ او د نورو جدي ناروغیو او روغتون ته د ناروغانو د استولو په مخنيوي کې په سلو کې سل اغېزمن دی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Азаренко вышла в 1/16 финала турнира WTA-1000 в Риме






Госдума утвердила кандидатуру Ольги Любимовой на пост министра культуры

Подмосковные студенты подготовили флешмоб ко дню медицинской сестры

Глава Люберец провел оперативное совещание

Anti-age средства: революция в вашей косметичке от Рии Горбуновой.