محمد حنیف اتمر د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ نوې ډېلي ته ولاړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ نن نوې ډېلي ته ولاړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د دې سفر د هدف په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دې سفر هدف د دوه اړخیزو پراختیا او د افغانستان د سولې لپاره د سیمهییزې اجماع پیاوړي کول دي."
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې راغلي دي چې ښاغلی اتمر به د دې درې ورځني سفر پر مهال له خپل هندي سیال اس جې شنکر او د ملي امنیت د سلاکار اجیت دووال په ګډون له نورو چارواکو سره وګوري.