Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

د ناټو عمومي منشي: له طالبانو تمه لرو چې پسرلني عملیات پیل نه‌کړي

0
د ناټو عمومي منشي: له طالبانو تمه لرو چې پسرلني عملیات پیل نه‌کړي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، له طالبانو تمه دا ده چې پسرلني عملیات پیل نه‌کړي، بلکې پر ځای یې له امریکا سره د دوحې د موافقې له مخې تاوتریخوالی کم کړي.  

ده زیاته کړه: "د هر ډول معنی لرونکې سولې هڅې باید د اورکم پر اساس وي، نو زما، د ناټو غړو هېوادونو او نړیوالې ټولنې لپاره به پیغام اورکم وي او د طالبانو پسرلني عملیات به په بشپړه توګه برعکس پيغام وي."  

سټولټنبرګ د ناټو دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې په انلاین خبري کنفرانس کې نن د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبان باید په روښانه توګه وښيي چې د القاعده شبکې او نورو ترورېستي ډلو ملاتړ نه‌کوي. د ناټو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه سبا د مارچ په ۲۳مه نېټه په بروکسل کې پیلېږي.

سټولټنبرګ په خبري کنفرانس کې وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په پرېکړه کې به د دوی د ارزونې یوه برخه دا هم وي چې طالبان له امریکا سره د موافقې دا ټکی څومره عملي کړی دی.  

سټولتنبرګ زیاته کړه، افغان ځواکونه د دې توان لري چې د طالبانو د حملو مخه ونیسي. 

په اوس وخت کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو مأموریت په چوکاټ کې شاوخوا ۱۰ زره بهرني سرتېري افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې او هغوی ته د سلا مشورې ورکولو او ملاتړ چارې مخ ته وړي. 

له طالبانو سره د امریکا د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون له مخې باید ټول امریکایي ځواکونه تر مې میاشتې له افغانستانه وځي.

همداراز د دې موافقې له مخې به طالبان له القاعده شبکې او نورو ترورېستي ډلو سره اړیکې پرې کوي او په افغانستان کې به تاوتریخوالی کموي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Хачанов победил Шевченко во втором круге турнира ATP в Риме






Белый дом запретил импорт российского урана

В минобороны снова громкое задержание

"Цена улетит в небо": эксперт призывает россиян заранее купить это

Обещание Путина не трогать «Легитимного» аннулируется 20 мая