Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

د ځمکې د کرې له خوا تېره شوې غټه اسماني ډبره 'بې‌خطره' وه

0
د ځمکې د کرې له خوا تېره شوې غټه اسماني ډبره 'بې‌خطره' وه

د اسماني ډبرو په اړه به مو اورېدلي وي چې د ځمکې کرې ته خطر بلل کېږي. 

پرون همداسې یوه غټه اسماني ډبره په لیرې واټن کې د ځمکې له خوا تېره شوه. 

دغه اسماني ډبره چې ستور پېژندونکو ۲۰ کاله مخکې په نښه کړې وه او قطر یې ۹۰۰ متره اټکل شوی، پرون د دوه ملیون کیلومترو په واټن کې د ځمکې د کرې له خوا دومره تېزه تېره شوه چې سرعت‌یې ۱۲۴ کیلو متره په ساعت کې و.

که څه هم دغه واټن ته په پام د نجومي فزیک‌پوهانو هغه د ځمکې د کرې لپاره ډېره خطرناکه نه‌ده بللې، خو ستور پېژندونکو ته‌یې یو بې‌ساری چانس برابر کړ چې دغه اسماني ډبره چې زموږ د شمسي منظومې د پیدایښت په لومړیو کې جوړه شوې، مطالعه کړي.  

د فضایي څېړونکو په وینا که یو کوچنی شی په دومره سرعت پر ځمکه ولګېږي، ډېره وراني رامنځته کولای شي. 

اته کاله مخکې په ۲۰۱۳ کې د ۶۰ مترو په پلن‌والي یوه اسماني ډبره د روسیې په چیلیابینسک ښار ولګېده چې دومره انرژي یې خپره کړه چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د جاپان پر هیروشیما د غورځول شوي اټم بم ۳۰ برابره وه.

د امریکا د فضایي څېړنو د ادارې، ناسا په وینا دغه نوې اسماني ډبره ډېره لیرې چې واټن‌یې د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ د واټن څه باندې پنځه برابره وه، د ځمکې له خوا تېره شوه، خو هغه دومره نږدې وه چې یوه خطرناکه اسماني ډبره وبلل شي. 

ناسا په فضا کې د اسماني ډبرو او نورو لکه لکۍ داره ستورو په څېر دغسې شیان چې د ځمکې لپاره خطرناک او ورانوونکي بلل کېږي، په نښه کوي او نوملړ یې برابروي.

همدا ډول غټې اسماني ډبرې ۶۶ ملیون کاله مخکې پر ځمکه لږېدلې وې چې په دې کره کې یې په سلو کې ۷۵ ژوندي موجودات له‌منځه یووړل.

ناسا دا څېړي چې په څه ډول کېدای شي د ځمکې کره له دغو اسماني شیانو خوندي کړي.

دا اداره پر دې هم کار کوي چې ځمکې ته د ګواښونکو اسماني ډبرو لوری، له هغو سره د فضایي بېړیو په نښلولو بدل کړي یا هم د وروستۍ وسیلې په توګه د ویجاړولو لپاره‌یې له اټمي چاودنو کار واخلي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Даниил Медведев

Даниил Медведев одолел 121-ю ракетку мира Меджедовича и вышел в 1/8 финала Рима






Волонтёры благоустроили мемориалы воинам Великой Отечественной войны во Владимирской области

7 фотографов из Мытищ прошли в финал международного конкурса «Без границ»

Понятия «бакалавр» в вузах России не будет со следующего года

Врач предупредила об опасности для здоровья «мясного клея» в продуктах