Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

د کمال خان بند د جوړولو چارې بشپړې شوې سبا پرانیستل کېږي

0
د کمال خان بند د جوړولو چارې بشپړې شوې سبا پرانیستل کېږي

ټاکل شوې چې سبا په نمیروز کې د کمال خان بند رسماً پرانیستل شي. 

د افغانستان د اوبو د تنظیم د چارو د ملي ادارې ویاند نظام‌الدین خپلواک نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه بند د پرانیستلو په ځانګړو مراسمو کې به د افغانستان ولسمشر اشرف غني او یو شمېر نور چارواکي او د سیمې اوسېدونکي ګډون وکړي. 

د خپلواک په خبره دغه بند چې د ۵۲ ملیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري،  ۱۷۴ زره هکټاره ځمکه خړوبوي.

ښاغلي خپلواک د دغه بند د اهمیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه بند چې کله ګټې اخیستنې ته وسپارل شي له هغه نه وروسته به عملاً د نیمروز هغه خړې دښتې چې کلونه کلونه شاړې پرتې وې، هغه ټولې دښتې به زرغونېږي او هلته به د ژوند زمینه د بیا ځل لپاره برابرېږي." 

د چارواکو په وینا د کمال خان بند به چې د زرنج ښار په ۹۵ کیلومترۍ کې دی او د لومړي ځل لپاره‌یې د جوړولو چارې نږدې ۵۵ کاله مخکې پیل شوې وې، په زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Первая ракета мира Джокович получил бутылкой по голове после матча в Риме






Министр экономичной обороны, уголь и старый новый Минтранс. Разбираем предполагаемый состав Правительства из знакомых фамилий и нереализованные «назначения» в РЖД

Нижегородские супруги стали героями реалити-шоу "Клиника счастья. Реалити"

Парк культуры и отдыха в Жуковском благоустроят в 2024 году

Алексей Федоров: «Квантовые технологии уже можно и нужно применять на практике»