Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

روسیې او چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه

0
روسیې او چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه

د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو چې د لوېدیځ له لوري یې پر هېوادونو له بشري حقونو څخه د سرغړونې او پر مخالفانو د سیاسي فشارونو په خاطر بندیزونه لګول شوي، نن په پیکېنګ کې په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شول چې خپل یووالي نندارې ته وړاندې کړي.

سرګي لاوروف او وانګ یي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو د یوې غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه.

لاوروف او وانګ یي دواړو د لوېدیځ لګول شوي بندیزونه وغندل او لاوروف وویل چې روسیه او چین چې دواړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي، متحده ایالاتو ته د یوه داسې هېواد په توګه ګوري چې هڅه کوي د نړیوال قانوني نظام د نړولو لپاره د سړې جګړې د وخت پر پوځي او سیاسي اتحاد تکیه وکړي.

د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې خبري کنفرانس کې هغه څه چې دوی دواړو د خپلو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله وبلله رد کړه او ویې‌ویل د ډیموکراتیک موډل لپاره یو واحد نورم یا سټنډرډ نه‌شته. دواړو په دې ټینګار وکړ چې د خپلواکو هېوادونو د حقونو باید درناوی وشي. 

لوېدیځ پر چین په شینجین کې له اویغور مسلمانانو سره د چین د حکومت د ناوړه چلند په خاطر د دې هېواد پر چارواکو بندیزونه لګولي او په روسیه کې د کرملېن د منتقد الکسي ناوالنۍ په ګډون د سیاسي مخالفانو ځپنه د لګول شویو بندیزونه اساس جوړوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Первая ракета мира Джокович получил бутылкой по голове после матча в Риме






Московское море: каким оно было?

Сдал подельников - и вдруг умер: Странная смерть банкира, давшего показания на "полковника-миллиардера" Захарченко

Бурятский госцирк представил новое руководство: Театр и цирк, Россия и культура, дети

Росавиация проведет расследование ЧП с полетом самолета над трассой под Москвой