ننګرهار کې صنعتي او فرهنګي نندارتون پرانيستل شو
په ننګرهار کې یو لوی صنعتي او فرهنګي نندارتون پرانېستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبې (د وري ۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې د ختیځ زون صنعت کارانو او تولیدي شرکتونو خپل لبني او تولیدي محصولات په بېلابېلو سکتورونو کې په ۱۲۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي چې دغه وزارت په ۱۴۰۰کال کې د هېواد د صنعت برخې ملاتړ او پراختیا په موخه هر اړخیزه پروګرامونه پلان کړي دي.
د دوی په وینا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به سږکال د هېواد د محصولاتو د معرفي کولو په موخه د هېواد په دننه او بهر کې څو نندارتونونه جوړ کړي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، د هېواد په ختیځ کې ننګرهار ولایت اقتصادي، سوداګریز او ټرانزیټي زون دی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره ځانګړی اهمیت لري.