Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

اشرف غني: افغان سوله کې د طرحو وړاندې کول افغانان له خپل مسیر څخه نه‌شي اړولی

0
اشرف غني: افغان سوله کې د طرحو وړاندې کول افغانان له خپل مسیر څخه نه‌شي اړولی

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په افغان سوله کې د ښکېلو اړخونو له‌خوا د طرحو وړاندې کولو په اړه وویل، افغانان یو دي او دا طرحې یې له خپل مسیر څخه نه‌شي اړولی.

په داسې حال کې چې د افغان سولې په بهیر کې تل په کور دننه اجماع ټینګار شوی، ښاغلی غني وایي، د جمهوریت په رهبرۍ کې اوسنی یووالی د هېواد په معاصر تاریخ کې ساری نه‌لري.

جمهور رئیس غني د چهارشنبې په ورځ د کمال خان بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل: "د اسلامي جمهوریت دولت کې چې کوم یووالی رامنځته شوی د افغانستان معاصر تاریخ کې ساری نه‌لري، نو ځکه موږ هغه ونه نه‌یو چې باد ته کږه شو، اوازې دي، غږونه دي، طرحې راځي، افغانستان به لکه ونه مستقیم په خپل مکان وي."

جمهور رئیس محمد اشرف غني په داسې حال کې دا خبرې کوي چې له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت، سیاسي څېرو او د طالبانو له استازو سره د افغان سولې په هدف د واشنګټن یوه طرحه شریکه کړې ده.

د دې طرحې له مخې تر هغو چې د نوي اساسي قانون په اړه هوکړه کېږي او انتخابات ترسره کېږي او تر‌ هغه مخکې انتقالي دوره به د افغانستان د اوسني حکومت ځای نیسي.

په دې وروستیو کې طالبانو هم امریکا ته په افغانستان کې د جګړې د کمښت په اړه طرحه سپارلې ده.

په ورته وخت کې افغان حکومت هم ویلي چې د افغان سولې په اړه راتلونکې ناسته کې چې ترکیه کې د روان کال اپرېل میاشت کې ترسره کېږي خپله طرحه به وړاندې کړي.

افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کمال خان بند پرانیسته کې دا هم وویل چې طالبانو تېر کال د نږدې یو میلیارد ډالرو په ارزښت تأسیسات وران کړي، هغه څه چې طالبان‌یې ردوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی په جګړه کې مالي زیان نه‌دی اړولی، بلکې د حکومت دننه فساد د دې لامل شوی چې ملیونونه ډالر حیف‌ومیل شي.

ښاغلی مجاهد وايي: "زموږ له‌خوا هېڅ ځای کې په قصدي ډول تأسیساتو ته زیان نه‌رسېږي، په خپله اشرف غني چې میلیاردونه په حکومت کې غلا شول، په الوتکو کې ولېږدول شول په دې د کمال خان بند په څېر نور بندونه جوړېدل."

افغان حکومت او طالبان په داسې حال کې یو پر بل تورونه پورې کوي چې د راروانې میاشتې په بهیر کې به یو ځل بیا دواړه لوري د افغان سولې په اړه ترکیه کې مخامخ خبرو ته کېني، خو معلومه نه‌ده چې دا ناسته به په دوحه کې بین‌الافغاني مذاکرات څومره چټک کړي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Новак Джокович

Открытый чемпионат Италии: Новак Джокович получил сильный удар после выхода в третий раунд после Корантена Муте | Теннисные новости






В Москве плановые отключения горячей воды перенесли на 20 мая

В Москве перенесли сроки отключения горячей воды из-за похолодания

Парк «Зеленый узел» на берегу Клязьмы в Павловском Посаде благоустроят в 2024 г

Инспекторы Управления гостехнадзора минэкологии региона не выявили опасных аттракционов в Реутове