Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

حمدالله محب: طالبانو د ملګرو ملتونو 'د سفر کولو' له امتیاز ناسمه استفاده کړې

0
حمدالله محب: طالبانو د ملګرو ملتونو 'د سفر کولو' له امتیاز ناسمه استفاده کړې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، طالبانو د ملګرو ملتونو له‌خوا 'د سفر کولو' له امتیاز ناسمه استفاده کړې او په پاکستان کې یې د ترهګرو د روزنې او د ځان وژونکو له مرکزونو لیدنې کړې دي.

ښاغلي محب دغه څرګندونې د سې شنبې په شپه «۱۴۰۰ کال د وري ۰۳» د افغانستان د سولې په اړه له هدسن انسټټیوټ سره په وېډیويي خبرو کې کړي.

دی وايي، له دغه امتیاز نه په استفادې د طالبانو د مشرتابه ۱۵ غړو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې هم شامل دي، دغه سفرونه کړي دي.

د ښاغلي محب په خبره، د طالبانو مذاکراتي پلاوي د مذاکراتو پر کړنلارې له هوکړې او د روان کال د جنورۍ په ۵مه د مذاکراتو له بیا پیلېدو وروسته له دغه معافیت نه په استفادې سره، د سولې خبرو مېز ته له حاضرېدو ډده کړې او په پټه‌یې په دغې ډلې پورې له تړلو ترهګر ډلو سره لیده کاته کړي دي.

ښاغلی محب زیاتوي: "په نړیواله کچه د دې لپاره چې د طالبانو د ناوړه استفادې او د طالبانو د هغو کلیدي غړو نوملړ چې د ترورېزم چټکول یې پلان او ترسره کړي مخه ونیسو، د ملګرو ملتونو له لوري د سفر د مستثنی کولو د ارزونو لپاره د فشار راوړلو په شمول موږ دا ټول انتخابونه پر مېز لرو."

ښاغلي محب زیاته کړه افغانستان به لومړی لوری نه‌وي چې د مذاکراتو مېز پرېږدي، خو د جګړې په ډګر کې د مقابلې لپاره هم چمتووالی لري.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د سولې په خبرو کې د ځواک وېش ساده موضوع ده، خو له طالبانو سره ډېری اختلاف د کورني او بهرني سیاست د څرنګوالي او د ښځو او اقلیتونو د حقونو په خوندیتوب کې دی.

خو د طالبانو ډلې د ښاغلي محب د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، تر اوسه د زور او فشار له لارې هڅو نتیجه نه‌ده ورکړې او وروسته به‌یې هم ورنه‌کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته ویلي، د طالبانو په باور د افغانستان د ستونزې د حل لاره خبرې اترې دي.

د ښاغلي نعیم په خبره په خبرو اترو کې ځینې ستونزې حل شوي او طالبان غواړي پاتې ستونزې هم د خبرو اترو له لارې حل شي.

بل‌خوا د ملګرو ملتو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز د سې شنبې په ورځ وویل، طالبانو د نظامیانو او ملکي کسانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

اغلې راز د ملګرو ملتونو له سازمان او د دغه سازمان له امنیت شورا غواړي چې یو ځل بیا دې له طالبانو وغواړي چې تاوتریخوالی کم او دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.

اغلې راز یاتوي: "د ډیموکراسۍ ځوان بنسټونه، له جوشه ډک مدني ټولنې او ازاد مطبوعات‌یې هدف ګرځولي، د دغو حملو هدف د سولې په پروسه کې د ځوانانو او ښځو مخنیوی، د وحشت پراخوالی او سولې ته زموږ د هیلو ماتول دي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره په سیمه او نړۍ کې هڅې ډېرې شوي، لکه په مسکو کې د امریکا، روسيې چین، پاکستان، د افغانستان د دولت د پلاوي او د طالبانو په ګډون د پنجشنبې په ورځ ناسته جوړه او په پام کې ده چې د اپرېل په میاشت کې د ترکیې په کوربه‌توب هم ورته ناسته جوړه شي.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش تېره اوونۍ مخکېنی فرانسوي ډیپلومات ژان ارنو، د افغانستان او سیمې د سولې لپاره د شخصي استازي په توګه وټاکه.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Потапова проиграла Остапенко во втором круге турнира WTA 1000






Шадаев: Минцифры начало обсуждать отмену роуминга с Белоруссией

Российские звезды пообщались со случайными пассажирами на «Солнце Москвы»

Woman.ru: певице Гагариной стало плохо на премии «Жара Music Awards» в Москве

Заплатит по счетам. В России распродают имущество беглого экс-губернатора