Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2021

امریکا د چین د ځواک په وړاندې د مقابلې لپاره له اروپایي ټولنې همکاري وغوښته

0
امریکا د چین د ځواک په وړاندې د مقابلې لپاره له اروپایي ټولنې همکاري وغوښته

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، د چین د مخ په زیاتېدونکي ځواک په وړاندې د مقابلې لپاره له اروپایي ټولنې سره د نږدې همکارۍ غوښتونکی شو. 

بلېنکن چې پرون چهارشنبه‌یې په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته څرګندونې کولې وویل چې ګډ اقدام موږ لا پیاوړي کوي او ګډ بندیزونه زموږ ټینګ یووالی په ډاګه کوي. 

ښاغلی بلېنکن وایي، متحده ایالات لېواله دی چې له خپلو اروپایي شریکانو سره د چین د مخ په زیاتېدونکي ځواک د مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي. دا په داسې حال کې ده چې  واشنګټن او متحدانو یې په همغږۍ د چین په شینجین سیمه کې د اقلیتونو له حقوقو د سرغړونې په خاطر پر یو شمېر چینایي چارواکو بندیزونه لګولي دي.

انتوني بلېنکن وویل، کله چې موږ ګډ اقدام کوو، ډېر به پیاوړي یو، تر هغه به ډېر زیات پیاوړي یو چې زموږ یو یې په یوازې سر کوي.

بلېنکن زیاته کړه، متحده ایالات د نړۍ د ناخالصو تولیداتو په سلو کې شاوخوا ۲۵ او تر ۶۰ فیصدو نور یې په اروپا او اسیا کې متحدان جوړوي چې د ده په وینا پیکېنګ دا شی له پامه نه‌شي غورځولی. 

د مارچ په ۲۲مه متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، بریتانیا او کاناډا په ګډه په شینجین ایالت کې پر یو شمېر چارواکو بندیزونه ولګول. د دغو بندیزونو له مخې د دغو چارواکو شتمني کنګل کېږي او پر سفرونو یې بندیزونه لګول کېږي.

چین د دغو بندیزونو په غبرګون کې د اروپایي ټولنې پر ۱۰ هدفونو بندیزونه ولګول چې په‌کې د دې ټولنې څلور ادارې او د پارلمان غړي او علمي شخصیتونه شامل دي. 

چین په لومړي سر کې په شینجین کې له هغو کمپونو سترګې پټلوې چې د بشري حقونو د مدافع ډلو په وینا د سیمې اقلیتونه په تېره بیا اویغور مسلمانان په‌کې ساتل کېږي او ورسره بد چلند کېږي، خو وروسته‌یې ومنله چې په دغو کمپونو کې خلکو ته حرفوي او هغوی ته چې د بنسټ‌پالنې له خطر سره مخامخ دي، نورې زده‌کړې ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دغه‌راز وویل چې متحده ایالات نه‌غواړي چې د ناتو پر هېڅ یوه غړي فشار راوړي چې د واشنګټن او پیکېنګ ترمنځ یوه خوا ونیسي، خو زیاته‌یې کړه دا ډېره مهمه ده چې موږ یو ګډ او ټینګ دریځ ولرو که نه د دې خطر شته چې داسې یو پیغام ورکړو چې د ځواک ښودلو باټې کار ورکوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Азаренко вышла в 1/16 финала турнира WTA-1000 в Риме






Клуб «Ночные волки» открыли мотосезон в столице

Мошенники начали создавать фейковые сайты по продаже авиабилетов

Леденящее душу преступление в Приморье стало явным после 11-летней давности

Несколько автомобилей столкнулись на 69-м километре МКАД